يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - پينځۀ نوييم زبور

د خُدائ د حمد و ثناء سرود

۱راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو،

راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو.

۲راځئ چې په شُکر ګزارۍ سره د هغۀ حضور ته راشو،

او د هغۀ د حمد‌و‌ثناء سندرې ووايو.

۳ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے،

هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے.

۴د زمکې ژوروالے د هغۀ په لاس کښې دے،

د غرونو ټولې څُوکې د هغۀ دى.

۵سمندرونه د هغۀ دى ځکه چې هغۀ جوړ کړى دى.

او د هغۀ لاسونو اوچه زمکه پېدا کړې ده.

۶راځئ، چې عبادت او سجده وکړُو،

راځئ، چې د مالِک خُدائ او د خپل خالق په حضور کښې په سجده شُو.

۷ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے،

او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو،

او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى.

کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،

۸نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو،

او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو،

۹چرته چې ستاسو پلار نيکونو زما جاج او آزمېښت وکړو

د دې باوجود چې هغوئ هر څۀ وليدل چې ما ورله څۀ کړى وُو.

۱۰تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم،

ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى،

او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“

۱۱نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې،

”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“