يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - درې څلوېښتم باب

د مالِک خُدائ جلال خپل مقدس کور ته راواپس کېدل

۱بيا زۀ هغه سړى هغه دروازې ته راوستلم چې د مشرق طرف ته يې مخ وو، ۲او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه. ۳کومه رويا چې ما وليدله د هغه رويا په شان وه کومه چې ما ليدلې وه کله چې هغه د ښار تباه کولو له راغلو او د هغه رويا په شان چې ما د کبار د سيند په غاړه وليدله، او زۀ پړمخې پرېوتلم. ۴د مالِک خُدائ جلال د مالِک خُدائ په کور کښې د نمرخاتۀ دروازې نه ورننوتو. ۵بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو. ۶کله چې هغه سړے زما خوا کښې ولاړ وو، ما دا واورېدل چې څوک ما ته د خُدائ د کور دننه نه خبرې کوى. ۷هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُت‌خانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى. ۸کله چې هغوئ خپل درشل زما درشل سره خوا کښې او د خپلو دروازو بازو زما د دروازو د بازوګانو سره ولګول، زما او د هغوئ په مينځ کښې صرف ‎يو دېوال وو، هغوئ زما د مقدس نوم بې‌حرمتى په خپلو بدو عملونو سره وکړه. نو ما په خپله غصه کښې هغوئ تباه کړل. ۹هغوئ دې اوس خپله بُت پرستى او د خپلو بادشاهانو زيارتونه زما د مخې نه اخوا کړى، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې د تل دپاره اوسېږم. ۱۰اے بنى آدمه، د مالِک خُدائ کور د بنى اِسرائيل قوم ته وښايه، چې هغوئ په خپلو ګناهونو وشرميږى. پرېږده چې هغوئ په غور سره نقشه وګورى، ۱۱او کۀ چرې هغوئ په خپلو ټولو کارونو باندې وشرميږى کوم چې هغوئ کړى دى، نو هغوئ ته د خُدائ د کور نقشه او د هغې ترتيب، د هغې د وتو لارې او د داخلېدو لارې، د هغې ټوله نقشه او د هغې اصُول او احکام وښايه. دا د هغوئ د وړاندې وليکه نو چې هغوئ د دې ترتيب وفادارى وکړى او د دې د احکامو پيروى وکړى. ۱۲د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“

قربان‌ګاه

۱۳”دا د قربان‌ګاه په اوږدو ناپ تول دے، د قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره غاړه يوويشت اِنچه ژوره وه او يوويشت اِنچه پلنه وه، او د هغې ګېرچاپېره غاړه نهۀ اِنچه پلنه وه. او هم دا د قربان‌ګاه اوچتوالے دے، ۱۴په زمکه د غاړې نه بره تر ښکته چجې پورې دا درې نيم فټه اوچته وه او يوويشت اِنچه پلنه وه. او د وړې چجې نه تر غټې چجې پورې دا اووۀ فټه اوچته او يوويشت اِنچه پلنه وه. ۱۵د قربان‌ګاه برنۍ برخه اووۀ فټه اوچته وه چې قربانى به په کښې سوزولے کېدله او د هغې په هر يو ګوټ کښې يو يو ښکر لګولے شوے وو. ۱۶قربان‌ګاه د سر څلور ګوټونه وُو، يوويشت فټه اوږدۀ او يوويشت فټه پلن وو. ۱۷بره چجه هم مربع وه، څليريشت نيم فټه اوږده او څليريشت نيم فټه پلنه وه، چې غاړه يې يوويشت اِنچه وه او ګېرچاپېره لس نيم اِنچه غاړه وه. او د قربان‌ګاه پوړۍ نمرخاتۀ طرف ته وې.“

د قربان‌ګاه وقف کول

۱۸بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربان‌ګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى، ۱۹تاسو به يو ځوان سخے د ګناه د نذرانې دپاره اِمامانو له ورکړئ، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى، او څوک چې زما وړاندې خِدمت کوى، مالِک خُدائ دا فرمائى. ۲۰تاسو د دې نه لږه وينه واخلئ او د قربان‌ګاه په څلورو ګوټونو کښې په ښکرونو باندې په بره حِصه کښې او د هغې په غاړو باندې وشيندئ، او دغه شان قربان‌ګاه مقدسه کړئ او د هغې دپاره کفاره ورکړئ. ۲۱تاسو به يو غوَيے د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ او د خُدائ د کور په مقرر شوى ځائ د مقدس ځائ نه بهر به يې وسوزوئ. ۲۲په دوېمه ورځ به تاسو بې‌عېبه چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کړئ، او قربان‌ګاه به پرې داسې مقدسه کړئ لکه څنګه چې مو په غوَيى باندې پاکه کړې وه. ۲۳کله چې تاسو د دې د پاکولو کار ختم کړئ، نو تاسو به بيا يو ځوان سخے او ګډورے د رمې نه نذرانه کړئ، چې دواړه بې‌عېبه وى. ۲۴تاسو دا د مالِک خُدائ په وړاندې پېش کړئ، او اِمامان به په دوئ مالګه واچوى او دا به د سوزېدونکې قربانۍ په طور پېش کړئ. ۲۵تاسو به د اووۀ ورځو دپاره هره ورځ يو چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به د رمې نه يو ځوان غوَيے او يو ګډورے هم پېش کوئ، چې درې واړه بې‌عېبه وى. ۲۶د اووۀ ورځو دپاره دې هغوئ د قربان‌ګاه او د هغې د پاکولو دپاره فديه پېش کړى، نو داسې به هغوئ دا وقف کړى‎. ۲۷د دې ورځو په آخر کښې، د اتمې ورځې نه وروستو هم اِمامان به په قربان‌ګاه ستاسو سوزېدونکې او د عبادت نذرانې پېش کړى. بيا به زۀ تاسو قبول کړم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“