يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - اوويشتم باب

قربان‌ګاه

۱د کيکر لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه به څلور‌ګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى. ۲د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى. ۳د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه. ۴او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه. ۵دا جالۍ د قربان‌ګاه د ژۍ لاندې کېږده نو چې د قربان‌ګاه مينځ ته ورسيږى. ۶د وړلو دپاره د کيکر لرګى نه ورله بازوګان جوړ کړه او د زېړو پترى ورباندې وخېژوه، ۷نو د قربان‌ګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه. ۸قربان‌ګاه د تختو نه جوړه کړه او تشه يې پرېږده، هم د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غرۀ باندې ښودلې وه.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې دربار جوړېدل

۹د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى، ۱۰دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى. ۱۱د دربار شمال طرف ته دې هم دغه شان وکړے شى. ۱۲په نمرپرېواتۀ طرف به د لسو ستنو او لسو پښو سره پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وى. ۱۳نمرخاتۀ طرف دربار به هم پينځويشت ګزه اوږد وى، چې هلته دروازه هم ده. ۱۴‏-۱۵د دروازې په دواړه طرف د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې به هم وى. ۱۶يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى. ۱۷د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى. ۱۸دا دربار به پنځوس ګزه اوږد وى او پينځويشت ګزه پلن وى او دوه نيم ګزه لوړ وى. د دې پړدې به د کتان نه او پښې به يې د زېړو نه جوړې وى. ۱۹په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.

د ډيوې خيال ساتل

۲۰بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوې دپاره د زيتُونو سوچه تېل درله راوړى، چې دا هره شپه بله وساتلے شى. ۲۱هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.