يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - دولسم باب

د يهوداه بادشاه يوآس

۱د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه. ۲هغۀ ټول عُمر هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، ځکه چې يهويدع اِمام هغۀ له دا مشوره ورکوله. ۳خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو بيا بيا هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى سوزولې. ۴يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى. ۵هر يو اِمام به پېسې اخلى او د ضرورت په مطابق به يې د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالوى. ۶خو د يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال پورې هم اِمامانو د مالِک خُدائ په کور کښې څۀ مرمت نۀ وو کړے. ۷نو هغۀ يهويدع او نور اِمامان راوغوښتل او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو د مالِک خُدائ کور ولې نۀ دے مرمت کړے؟ تاسو به نورې پېسې نۀ اخلئ. د نن نه پس به دا صرف د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالولے شى.“ ۸اِمامان دې ته راضى شول چې هغوئ به د خلقو نه نورې پېسې نۀ راغونډوى خو د مالِک خُدائ کور مرمت کولو ته يې هم غاړه ونۀ نيوله. ۹بيا يهويدع يو صندوق واخستلو، د دې په سر کښې يې سورے وکړو او صندوق يې د قربان‌ګاه ښى طرف ته کېښودو، چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتو ځائ سره وو. خلقو چې کومه چنده ورکوله نو د ننوتو په ځائ کښې مقرر شوى اِمام به هغه ټوله په صندوق کښې اچوله. ۱۰چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې. ۱۱بيا به هغوئ دا پېسې هغه سړو له ورکولې چې د مالِک خُدائ په کور کښې د کار ذمه وار وُو او هغوئ به ترې نه ترکاڼانو، مِعمارانو، ۱۲ګِلکارانو او د کاڼو جوړوونکو له ورکولې، هغه لرګى او کاڼى به يې پرې اخستل چې په مرمت کښې استعمالېدل او نور ټول ضرورى څيزونه به يې پرې اخستل. ۱۳د سپينو زرو پيالو، جامونو، بيګلو، د ډيوو سرپوښونه، يا د سرو زرو يا سپينو زرو نورو سامانونو دپاره څۀ پېسې هم نۀ وې استعمال شوې. ۱۴دا پېسې مزدورانو له ورکولے شوې او د مرمت سامان ورباندې اخستلے شو. ۱۵ذمه وارو سړو په صداقت سره کار کولو، نو د پېسو د حِساب کِتاب ضرورت نۀ پېښېدو. ۱۶خو د ګناه د تاوان د نذرانو او د ګناه د نذرانو دپاره ورکړے شوې پېسې د مالِک خُدائ په کور کښې نۀ استعمالېدې، دا د اِمامانو وې. ۱۷په هغه وخت د شام بادشاه حِزائيل د جات په ښار باندې حمله وکړه او هغه يې فتح کړو، بيا هغۀ په يروشلم باندې د حملې کولو فېصله وکړه. ۱۸د يهوداه بادشاه يوآس هغه ټولې نذرانې واخستلې چې د هغۀ پلار نيکۀ يهوسفط، يهورام او اخزياه مالِک خُدائ ته وقف کړې وې او د دې سره يې خپلې نذرانې او د مالِک خُدائ کور او د محل د خزانو ټول سرۀ زر يې هم ورسره يو ځائ کړل او دا هر څۀ يې حِزائيل بادشاه له په تُحفه کښې ولېږل، نو خزائيل بادشاه بيا خپل فوج د يروشلم نه واپس بوتلو. ۱۹يوآس بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۰‏-۲۱د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.