يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - دوويشتم باب

خُدائ پاک ته قبلېدونکې نذرانې

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه، تاسو زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، او د مقدسو نذرانو احترام کوئ کومې چې اِسرائيل ما ته وقف کوى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۳هغوئ ته ووايه چې کله ستاسو د اولاد يو کس ناپاک وى او مقدسو نذرانو ته نزدې راځى کومې چې اِسرائيلو ما ته وقف کړې وى، هغه دې بيا هيڅکله په قربان‌ګاه کښې خِدمت ونۀ کړى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به په دې عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۴د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى ۵يا کۀ هغه يو ناپاک ځناور يا ناپاک کس له لاس وروړى. ۶هر يو اِمام چې ناپاک شى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى، خو بيا به هم هغه مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې يې غسل نۀ وى کړے. ۷چې کله نمر پرېوځى نو هغه پاک دے او بيا هغه مقدسې نذرانې خوړلے شى، کومې چې د هغۀ خوراک دے. ۸هغه به د داسې ځناور غوښه نۀ خورى چې په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى، په دې به هغه ناپاک شى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۹ټول اِمامان به هغه اصُول منى کوم چې ما ښودلى دى. ګنې، هغوئ به ګناهګار شى او مړۀ به شى، ځکه چې هغوئ مقدسو اصُولو ته سپک کتلى دى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم. ۱۰صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا نذرانې خوړلے شى، بل څوک يې نۀ شى خوړلے کۀ هغه د اِمام کره مېلمه وى يا يې مزدور وى. ۱۱خو د اِمام غلامان، چې هغه يې په پېسو اخستى وى يا يې په خپل کور کښې پېدا شوى وى، نو هغوئ هغه خوراک خوړلے شى کوم چې اِمام ته ملاويږى. ۱۲کۀ د اِمام لور د يو داسې سړى سره وادۀ وکړى چې هغه اِمام نۀ وى نو هغه ښځه به دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے. ۱۳خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى. ۱۴کۀ يو کس د اِمامانو د خاندان نه نۀ وى او د مقدسې نذرانې نه څۀ په غلطۍ سره وخورى، نو هغه به خامخا اِمام ته د دې پوره قيمت او شل فيصده تاوان هم ورکوى. ۱۵اِمامان به د دې نذرانو سپکاوے نۀ کوى، ۱۶چا ته چې د مقدسو نذرانو د خوړلو اجازت نۀ وى نو هغه خلق به ورته نۀ شى پرېښودلے، کۀ داسې وشى نو د دې په وجه به هغه کس ګناهګار شى او سزا به ورته مِلاو شى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ نذرانې مقدسې کوم.“ ۱۷بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۱۸”هارون او د هغۀ زامنو ته او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو اِسرائيلے يا په بنى اِسرائيلو کښې اوسېدونکے مسافر يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې دې هيڅ عېب نۀ وى. ۱۹دا ځناور به خامخا نر وى، ګډ يا چېلے چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى د دې دپاره چې دا نذرانه ستاسو نه قبوله شى. ۲۰کۀ تاسو يو داسې ځناور پېش کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، نو مالِک خُدائ به دا نۀ قبلوى. ۲۱کله چې څوک مالِک خُدائ ته د سلامتۍ نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې به څۀ عېب نۀ وى، دا د دې دپاره چې قبوله شى. ۲۲مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې ړوند، ګوډ، يا ناسور شوے زخم په کښې وى، يا يې په څرمن کښې پمنوالے يا خارښت وى. داسې ځناور په قربان‌ګاه باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مۀ پېش کوئ. ۲۳د رضاکارانه نذرانې په توګه تاسو داسې ځناور پېش کولے شئ چې هغه لنډ وى يا کۀ هغه صحيح شکل نۀ لرى، خو دا به په منښته کښې قبلېدونکے نۀ وى. ۲۴مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې په ټکولو، پرې کولو، زخمى کولو يا ويستلو په وجه خصى شوے وى. ستاسو په مُلک کښې به د دې قِسم نذرانو اجازت نۀ وى. ۲۵په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې د يو پردى سړى نه اخستے شوے وى. داسې ځناور عېبژن ګڼلے شى او قبلېدونکى نۀ وى. ۲۶‏-۲۷کله چې يو سخے، ګډُورے يا د چېلۍ بچے پېدا شى، نو دا به اووۀ ورځې د مور نه نۀ شى لرې کولے، خو د هغې نه پس دا به په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه قبلېدونکے وى. ۲۸يوه غوا او د هغې سخے يا ګډه او د هغې ګډُورے يا يوه چېلۍ او د هغې بچے په يوه ورځ مۀ حلالوئ. ۲۹کله چې تاسو مالِک خُدائ ته د شکرانې قربانى پېش کوئ، نو په هغه اصُولو عمل کوئ نو داسې به تاسو قبول شئ، ۳۰هم په هغه ورځ باندې دا وخورئ او د دې هيڅ هم بلې ورځې ته مۀ پرېږدئ.“ ۳۱مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما حُکمونه منئ، زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۲زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، ټول اِسرائيليان دې دا اِقرار وکړى چې زۀ مقدس يم. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ تاسو مقدس کوم، ۳۳او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک شم. زۀ مالِک خُدائ يم.“