يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - دېرشم باب

د اجور نصيحتونه

۱د ياقه د زوئ اجور پېغام چې د خُدائ کلام دے. دې سړى پېغام ورکړو ايتى‌اېل ته او ايتى‌اېل اوکال ته. ۲بې‌شکه چې زۀ په ټولو انسانانو کښې بې‌وقوفه يم، ما کښې د انسان په شان عقل نشته. ۳ما عقل او حِکمت نۀ دے زده کړے، او نۀ ما ته د مقدس ذات په حقله پته شته. ۴آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه. ۵د خُدائ پاک هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغۀ کښې پناه اخلى. ۶د هغۀ د کلام سره اضافه مۀ کوه ځکه چې هغه به دې ورَټى او دروغژن به دې ثابت کړى. ۷اے مالِکه خُدايه، زۀ د خپل مرګ نه وړاندې ستا نه دوه خواستونه کوم زما خواستونه مۀ رد کوه، ۸ما د دروغو او د چل وَل نه وساته مۀ ما غريب کړه او مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله د هرې ورځې روټۍ راکړه. ۹هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بې‌عزتى وکړم. ۱۰د يو نوکر غېبت د هغۀ نېک ته مۀ کوه هسې نه چې د هغۀ لعنت هغه په تا ووائى او دا به ستا دپاره تکليف جوړ کړى. ۱۱داسې انسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائى او په خپلو ميندو بدرد وائى، ۱۲خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکارى نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګى لا صفا شوې نۀ ده، ۱۳خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى. ۱۴د هغوئ غاښونه د تُورو په شان دى او د هغوئ ژامنې د چړو په شان دى ترڅو چې غريبانان پرې د زمکې نه تير کړى، او د انسانانو نه ضرورتمند ختم کړى. ۱۵جوره دوه لوڼه لرى او هر وخت وائى چې، ”راکوه، راکوه.“ په دُنيا کښې درې څيزونه دى چې کله هم نۀ مړيږى، څلور څيزونه دى چې کله هم ”بس“ نۀ وائى، ۱۶قبر، او د شنډې رحم، او اوچه زمکه، او تېز اور. ۱۷هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى. ۱۸په دُنيا کښې درې څيزونه دى چې هغه زما دپاره د حېرانتيا دى، او څلور څيزونه داسې دى چې په هغوئ زۀ پوهه نۀ شوم، ۱۹په هوا کښې د باز الوتل، او په ګټ باندې د مار تلل، او په سمندر کښې د کشتۍ اوړېدل، او د سړى مينه د ښځې سره پېدا کېدل. ۲۰دا د زناکارې ښځې طريقه ده چې کله زنا وکړى او بيا ولامبى او سراسر منکره شى او وائى چې، ”ما خو څۀ غلطى نۀ ده کړې.“ ۲۱زمکه د درېو څيزونو په وجه لړزيږى، او څلور څيزونه برداشت کولے نۀ شى. ۲۲هغه غلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګېډه موړ شى، ۲۳ترخه ښځه چې وادۀ شى، او کومه وينځه چې د خپلې بى‌بى بن جوړه شى. ۲۴څلور څيزونه دى چې په زمکه واړۀ دى، خو دوئ ډېر زيات هوښيار دى. ۲۵مېږى خو کمزورے مخلوق دے، خو بيا هم په ګرمۍ کښې خپل ځان له خوراک راټولوى، ۲۶ځنګلى سوه خو کمزورے مخلوق دے خو په ګټانو او ګړنګونو کښې ځانله کور جوړوى، ۲۷د مُلخانو بادشاه نۀ وى، خو د لښکر په شان روان وى. ۲۸چرمښکۍ په لاس کښې هم رانيولے کېدے شى، خو دا د بادشاهانو په محلونو کښې ګرځى. ۲۹داسې درې بلکې څلور څيزونه دى چې په ناز ناز قدم اخلى يعنې، ۳۰زمرے، چې په ځناورو کښې د ټولو نه زيات تکړه دے او د يو څيز نه هم نۀ يريږى، ۳۱هغه چرګ چې ځان ببر کړى، نر چېلے، او بادشاه چې خپل فوجيان ورسره وى. ۳۲کۀ تا کم عقلتوب وکړو او خپل ځان دې لوئ کړو، او يا دې خرابې منصوبې جوړې کړې نو په خپلې خولې دې لاس کېږده. ۳۳دغه شان کۀ شُملې وشاربې نو د شُملو نه کُچ جوړيږى، لکه څنګه چې پوزه زور کړى او وينه ترې نه راوځى، غصه شاربل هم لانجه جوړوى.