يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - شپږم زبور

د سرود مشر دپاره: د اتۀ تاره رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د تکليف په وخت دُعا

۱اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې

ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.

۲رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه،

شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.

۳په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى

اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟

۴اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه،

ما بچ کړه د خپلې لوئې مينې سره.

۵څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى.

څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟

۶ستړے يم ډېر په ژړېدو سره،

بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره،

او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.

۷سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره،

سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره.

۸ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ،

زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.

۹د رحم دپاره سوال مې اورېدلے دے، مالِک خُدائ،

دُعا زما يې قبوله کړې ده مالِک خُدائ.

۱۰يريږى به، شرميږى به، زما ټول دشمنان،

راواپس به کړى هغوئ په ناګهانه بې‌عزتۍ سره.