يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - شلم باب

د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس

۱يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل. ۲او هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“ ۳عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ ۴چې د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د طرف نه وه او کۀ د انسان؟“ ۵په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ چرې مونږ ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ ۶خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“ ۷نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ ۸نو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“

د انګورو باغ او د باغوانانو مِثال

۹نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چې، ”يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، او زميندارانو له يې په اجاره ورکړو او يو بل مُلک ته د ډيرې مودې دپاره لاړو. ۱۰کله چې موسم راغلو نو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د انګورو د پېداوار برخه وصول کړى خو زميندارو هغه ښۀ ووهلو او خالى لاس يې واپس ولېږلو. ۱۱هغۀ بيا بل نوکر ورولېږلو خو هغوئ هغه هم ووهلو او بې‌عزته يې کړو، او تش لاس يې واپس ولېږلو. ۱۲هغۀ بيا درېم سړے ورولېږلو خو هغه يې هم زخمى کړو، او بهر يې وغورزولو. ۱۳بيا د انګورو د باغ مالِک ووئيل چې اوس ما له څۀ کول په کار دى؟ زۀ به خپل خوږ زوئ ورولېږم. شايد چې د دۀ خاطر وکړى. ۱۴خو هر کله چې اجاره دارو هغه وليدو نو يو بل ته يې ووئيل، دا د باغ وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې مونږ ته پاتې شى. ۱۵نو اجاره دارو هغه د انګورو د باغ نه بهر وغورزولو او مړ يې کړو. نو بيا تاسو دا ووايئ چې د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ وکړى؟ ۱۶هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“ ۱۷خو عيسىٰ ورته نېغ نېغ وکتل او وې فرمائيل، ”نو بيا د صحيفو د دې عبارت څۀ مطلب دے، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو“؟ ۱۸هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په هر چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“ ۱۹د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.

قيصر له محصُول ورکول

۲۰نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى. ۲۱هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”اُستاذه، مونږ په دې خبر يُو چې تۀ څۀ وائې او کوم تعليم چې ورکوې هغه ټيک دے او د هيچا طرفدارے نۀ کوې خو په رښتيا سره د خُدائ پاک د لارې تعليم ورکوې. ۲۲نو بيا مونږ ته دا ووايه چې د روم قيصر له محصُول ورکول روا دى او کۀ نه؟“ ۲۳عيسىٰ د هغوئ په چل پوهه شو نو ورته يې وفرمائيل، ۲۴”ما ته د سپينو زرو يوه سيکه وښايئ. په دې د چا تصوير دے او د چا نوم؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ ۲۵عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ښۀ ده، قيصر ته خپل حق ورکړئ او خُدائ پاک له خپل.“ ۲۶دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.

د بيا ژوندى کېدلو په باب کښې تپوس

۲۷بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل. ۲۸او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. ۲۹نو اوس اووۀ وروڼه وُو. وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو. ۳۰بيا دوېم هغې ښځې سره وادۀ وکړو، ۳۱بيا درېم هغې سره وادۀ وکړو هم دغه شان اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو. ۳۲آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ۳۳د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى ځکه چې اووۀ واړو وروڼو ورسره وادۀ کړے وو؟“ ۳۴عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دې دُنيا سړى او ښځې وادۀ کوى، ۳۵خو هغه څوک چې د بلې دُنيا لائق ګڼلے شوى دى، هغوئ به نۀ وادۀ کوى نۀ به وادۀ کيږى. ۳۶ځکه چې د هغې نه پس به هغوئ نۀ مرى، هغوئ به د فرښتو په شان وى. ځکه چې هغوئ د مرګ نه پس بيا راژوندى شوى دى نو ځکه د خُدائ پاک بچى ګڼلے کيږى. ۳۷او دا چې مړى به راژوندى کولے شى، دا خو موسىٰ په خپله هم د جاړو د سوزولو په واقعه کښې بيان کړے دے چرته چې د مالِک خُدائ په حقله فرمائى، ”د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک.“ ۳۸نو هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے، بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. د هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“ ۳۹په دې د شرعې ځينو عالمانو ووئيل، ”اُستاذه، ډېر ښۀ دې ووئيل.“ ۴۰او د دې نه پس په چا کښې دا جرأت نۀ وو چې د هغۀ نه بل سوال وکړى. ۴۱بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”هغوئ بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟ ۴۲ځکه چې داؤد په خپله په زبور کښې فرمائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته کښېنه، ۴۳ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ ۴۴داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“

د شرعې عالمان ملامته کول

۴۵د ټولو خلقو په وړاندې عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ۴۶”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل غواړى. ۴۷هم دا هغه خلق دى چې د کونډو مالونه خورى او د ريا اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به د ټولو نه سخته سزا مومى.“