يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - اوولسم باب

د ګټ نه اوبۀ راوتل

۱د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې. ۲نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“ ۳خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“ ۴نو موسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه او وې فرمائيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“ ۵مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د ځان سره د بنى اِسرائيلو يو څو مشران روان کړه او د خلقو په وړاندې ځه. د ځان سره هغه امسا هم يوسه په کومه چې تا د نيل درياب وهلے وو. ۶او ګوره، زۀ به په سينا کښې په يو ګټ باندې ستا په وړاندې ولاړ يم. تۀ هغه ګټ په امسا ووهه او د هغه ګټ نه به د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ راوځى.“ نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو د مشرانو په مخکښې هم دغه شان وکړل. ۷نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“

د عماليقيانو سره جنګ کېدل

۸بيا عماليقيان راغلل او په رفيديم کښې يې په بنى اِسرائيلو باندې حمله وکړه. ۹موسىٰ يشوَع ته وفرمائيل، ”يو څو سړى خوښ کړه او لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غرۀ په سر ودرېږم او د خُدائ پاک طاقت لرونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“ ۱۰يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته موسىٰ فرمائيلى وُو او عماليقيانو سره يې جنګ وکړو او موسىٰ، هارون او حُور د غرۀ سر ته لاړل. ۱۱تر کومې پورې چې موسىٰ لاسونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول. ۱۲چې کله د موسىٰ لاسونه ستړى شول، نو هارون او حُور ورله د کښېناستو دپاره يو کاڼے راوړو او هغوئ د هغۀ يو څنګ او بل څنګ ته ولاړ وُو او د هغۀ لاسونه يې پورته نيولى وُو او د نمرپرېواتو پورې د هغۀ لاسونه نېغ وُو. ۱۳نو داسې يشوَع عماليقيانو له پوره شکست ورکړو. ۱۴بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“ ۱۵موسىٰ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو. ۱۶نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ جنډا اوچته ونيسئ. مالِک خُدائ به د همېشه دپاره د عماليقيانو خِلاف جنګ جارى ساتى.“