يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - دوويشتم باب

د يروشلم ګناهونه

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د هغۀ عدالت وکړې؟ ولې تۀ به د دې خونى ښار عدالت وکړې؟ نو بيا هغوئ ته د هغوئ ټول حرام کارونه مخامخ کړه. ۳او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے ښاريې څوک چې په خپل مينځ کښې د وينې تويولو په وجه په خپل ځان مرګ نازلوى او د بُتانو جوړولو په وجه خپل ځان پليتوى. ۴کومه وينه چې تا تويه کړه د هغې په وجه تۀ ګناه ګار شوې او د هغه بُتانو په وجه تۀ پليت شوې کوم چې تا جوړ کړل. تا خپل ژوند لنډ کړو، او تا خپل عمر ختم کړو. نو په دې وجه زۀ به تا نورو قومونو ته د خندا مثال کړمه او په ټولو مُلکونو کښې به دې د مسخرو کړم. ۵څوک کۀ نزدې دى او کۀ لرې وى، اے بدنامې او د فساد نه ډکې ښاريې، په تا پورې به خندا کوى. ۶وګوره، د بنى اِسرائيلو هر يو مشر څوک چې په تا کښې اوسيږى خپل ټول زور طاقت د وينې توېدو دپاره استعمالوى. ۷په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه. ۸تاسو زما د مقدسو څيزونو سپکوالے وکړو او زما د سبت بې‌حرمتى مو وکړه. ۹په تا کښې تهمت لګوونکى خلق دى چې وينى تويوى، په تا کښې هغوئ دى چې د غرونو دپاسه عبادتخانو کښې خوراک کوى او غلط کارونه کوى. ۱۰په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بې‌حرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى. ۱۱په تا کښې داسې سړى دى چې د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، د خپلې اِنږور سره زنا کوى، او د خپلې خور سره د خپل پلار د لور سره زنا کوى. ۱۲په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ۱۳زۀ به په يقين سره خپل لاسونه ستاسو خلاف وپړقوم په هغه ناجائزو ګټو چې تاسو کړى دى او په هغه وينه چې تاسو په خپل مينځ کښې تويه کړې ده. ۱۴ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم. ۱۵زۀ به تاسو د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم، او زۀ به تاسو د پليتۍ نه پاک کړم. ۱۶کله چې تۀ د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان وشرموې نو تۀ به بيا په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

د مالِک خُدائ د صفا کولو بټۍ

۱۷بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۱۸”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم زما دپاره د هغه ګند په شان شو، چې د تانبې، ټيم، اوسپنې او سيکې د ګرمولو نه وروستو په بټۍ کښې پاتې شى. دوئ لکه د سپينو زرو د پاتې شوى ګند په شان دى. ۱۹نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو ټولو نه پاتې شوے ګند جوړ شوے دے، نو زۀ به تاسو يروشلم ته راټول کړم. ۲۰لکه څنګه چې خلق سپين زر، تانبه، اوسپنه، سيکه او ټيمان راټولوى او په بټۍ کښې يې په تېز اور ويلى کوى، نو هم داسې به زۀ تاسو خپل قهر او غضب کښې راټول کړم او په ښار کښې دننه به مو واچوم او ويلى به مو کړم. ۲۱زۀ به تاسو راټول کړم او زۀ به خپل يروونکے غضب په تاسو نازل کړم، او تاسو به په هغې کښې دننه ويلى شئ. ۲۲لکه څنګه چې سپين زر په بټۍ کښې ويلى کيږى، نو دغه شان به تاسو په هغې کښې دننه ويلى شئ، او تاسو به پوهه شئ چې ما، مالِک خُدائ په تاسو خپل قهر او غضب نازل کړے دے.“

د بنى اِسرائيلو د مشرانو ګناهونه

۲۳بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲۴”اے بنى آدمه، دې مُلک ته ووايه چې، تۀ هغه مُلک يې چې لا پاک شوے نۀ يې، په تا د غضب په ورځو کښې باران ونۀ شو. ۲۵د هغۀ سازش کوونکى شهزادګان د هغه غړمبېدونکو زمرو په شان دى چې خپل ښکار په مينځ شلوى، هغوئ انسانان خورى، هغوئ مال دولت او قيمتى څيزونه چور کوى او د دې ډيرې ښځې کونډې کوى. ۲۶د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم. ۲۷د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بې‌اِنصافه ګټه وکړى. ۲۸د هغې نبيان په غلطو روياګانو او دروغژنو پېشګويو سره د هغوئ دا کارونه صفا کوى. هغوئ وائى چې، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دا نۀ وى فرمائيلى. ۲۹د هغه مُلک خلق زياتے کوى او غلا کوى، هغوئ په غريبانانو او محتاجو خلقو ظلم کوى، او د مسافرو سره بد سلوک کوى او د هغوئ حق نه اِنکار کوى. ۳۰ما د هغوئ په مينځ کښې د يو داسې کس لټون کولو چې د دېوال مرمت وکړى او په وران شوى ځائ لکه د دېوال په شان ودريږى د هغه مُلک دپاره ودريږى چې زۀ يې تباه نۀ کړم، خو ما څوک هم پېدا نۀ کړو. ۳۱نو زۀ به په هغوئ خپل غضب رانازل کړم او هغوئ به په خپل سخت قهر کښې وسوزوم، او هر هغه څۀ به د هغوئ په خپل سر راولم څۀ چې هغوئ کړى دى. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“