يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - ديارلسم باب

د بُت پرستۍ خلاف خبردارے

۱کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى، ۲او کۀ هغه پېشګوئې شوې نښې يا معجزې څرګندې شى، او کۀ هغوئ وائى، چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ، ۳نو هغه پېغمبرانو يا د خوبونو تعبير ورکوونکو ته غوږ مۀ نيسئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه. ۴د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ او د هغۀ درناوے کوئ، د هغۀ اِطاعت کوئ او د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ عبادت کوئ او د هغۀ وفادار اوسئ. ۵خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ. ۶کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے. ۷کېدے شى چې هغوئ تاسو ته ووائى چې د هغه خلقو د معبودانو عبادت وکړئ کوم چې ستاسو سره نزدې اوسيږى يا د هغه خلقو د معبودانو کوم چې ستاسو نه لرې اوسيږى. ۸خو هغوئ ته توجو مۀ ورکړئ او مۀ ورته غوږ نيسئ. په هغوئ باندې هيڅ رحم يا ترس مۀ کوئ او د هغوئ خبره مۀ پټوئ. ۹هغوئ ووژنئ. وړومبے کاڼے تاسو ورګزار کړئ او بيا نور خلق ورپرېږدئ چې سنګسار يې کړى. ۱۰سنګسار يې کړئ چې مړ شى. هغوئ کوشش کولو چې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه تاسو واړوى، کوم چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. ۱۱نو د بنى اِسرائيلو ټول خلق به خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او بيا به هيڅکله هيڅ څوک هم داسې بد عمل ونۀ کړى. ۱۲کله چې تاسو په هغه ښارونو کښې اوسېږئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو کېدے شى چې تاسو خبر شئ ۱۳چې ستاسو د قوم څۀ لوفرانو خلقو د خپل ښار خلق بې‌لارې کړى دى چې د هغه معبودانو عبادت وکړى چې تاسو يې کله هم د دې نه مخکښې عبادت نۀ دے کړے. ۱۴کۀ تاسو داسې يو افواه واورئ، نو د هغې پوره معلومات وکړئ، نو کۀ په رښتيا دا بد عمل شوے وى، ۱۵نو بيا د هغه ښار ټول خلق او د هغوئ ټول ځناور هم ووژنئ. هغه ښار پوره تباه کړئ. ۱۶کوم خلق چې هلته اوسيږى د هغوئ ټول مال هم راوړئ او د ښار په مرکزى ځائ کښې يې ډېرے کړئ. بيا هغه ښار او چې په هغې کښې څۀ هم وى مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته د نذرانې په توګه وسوزوئ. دا ښار به د همېشه دپاره کنډر پاتې کيږى او دا به هيڅکله بيا آباد نۀ شى. ۱۷‏-۱۸د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.