يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - اوؤم باب

د خُدائ پاک د کور وقف کېدل

۱کله چې سليمان بادشاه خپله دُعا ختمه کړه نو د آسمان نه اور راکوز شو او کومې نذرانې چې پېش کړے شوې وې هغه يې وسوزولې او د خُدائ پاک کور د مالِک خُدائ د حضور د جلال نه ډک شو. ۲اِمامان د مالِک خُدائ کور ته ځکه نۀ شول ننوتلے چې د مالِک خُدائ کور د جلال نه ډک وو. ۳کله چې ټولو بنى اِسرائيلو وليدل چې اور راکوزېدلو او د مالِک خُدائ د جلال نه ډک حضور هغه کور ډک کړے وو، نو هغوئ پړمخې په زمکه وغورزېدل، سجده يې وکړه او د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې يې وفرمائيل، ”هغه مهربان دے، د هغۀ د وفا نه ډکه مينه د همېشه دپاره ده.“ ۴بيا سليمان او ټولو خلقو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې. ۵هغۀ دوويشت زره څاروى او يو سل او شل زره ګډان د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. نو داسې هغۀ او ټولو خلقو د خُدائ پاک کور وقف کړو. ۶اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو. ۷سليمان د دربار مرکزى حِصه وقف کړه، کوم ځائ چې د مالِک خُدائ د کور په مخکښې وو او بيا يې هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې وازګه يې پېش کړه، هغۀ داسې ځکه وکړل چې هغۀ د زېړو کومه قربان‌ګاه جوړه کړې وه نو هغه قربان‌ګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه. ۸سليمان او ټولو بنى اِسرائيلو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته په شمال کښې د حمات دَرې نه واخله په جنوب کښې د مِصر د سرحد پورې يوه لويه ګڼه وه. ۹هغوئ اووۀ ورځې د قربان‌ګاه د وقف کولو دپاره او اووۀ نورې ورځې د اختر دپاره تېرې کړې. په آخرى ورځ هغوئ يو آخرى تقريب وکړو، ۱۰په ورپسې ورځ يعنې د اوومې مياشتې په درويشتمه ورځ، سليمان خلق کورونو ته ولېږل. هغوئ په هغه ټولو برکتونو باندې خوشحاله وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له، داؤد او سليمان له ورکړى وُو.

د خُدائ پاک حضرت سليمان ته بيا څرګندېدل

۱۱کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور او محل او د دې دپاره ټولې منصوبې مکملې کړې، ۱۲نو مالِک خُدائ هغۀ ته د شپې راڅرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده او دا ځائ د يو داسې ځائ په توګه قبلوم چرته به چې ما ته نذرانې پېش کيږى. ۱۳کله هم چې زۀ باران نۀ وروم يا د قحطۍ مُلخان راولېږم چې فصلونه وخورى او يا په خپلو خلقو باندې يوه وبا راولېږم، ۱۴نو کۀ زما خلق څوک چې زما خپل خلق دى ما ته سوال وکړى او توبه وباسى او چې هغوئ کوم بد عمل کوى د هغې نه راوګرځى، نو بيا به زۀ په آسمان کښې د هغوئ سوال واورم، د هغوئ ګناهونه به معاف کړم او د هغوئ زمکه به بيا آباده کړم. ۱۵زۀ به په دې کور باندې نظر وساتم او چې په دې کور کښې کومې دُعاګانې وشى نو د هغې اورېدو دپاره به تيار يم، ۱۶ځکه چې دا ما خوښ کړے دے او دا مې د دې دپاره پاک ګرځولے دے چې دلته به د تل دپاره زما عبادت کيږى. زۀ به په دې باندې نظر ساتم او تل به يې حِفاظت کوم. ۱۷کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان په وفادارۍ سره زما خِدمت کوې، زما قانون منې او هغه هر څۀ کوې چې ما يې حُکم کړے دے، ۱۸نو زۀ به هغه وعده پوره کړم کومه چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه کله چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې په بنى اِسرائيلو کښې به ستا اولاد همېشه حکومت کوى. ۱۹خو کۀ تۀ او ستا خلق کله هم هغه قانون او حُکمونه نۀ منئ چې ما تاسو له درکړى دى او د نورو معبودانو عبادت وکړئ، ۲۰نو بيا به زۀ تاسو د هغه مُلک نه لرې کړم چې ما درکړے دے او زۀ به دا کور پرېږدم چې ما دا ځائ د دې دپاره مخصوص کړے دے چرته به چې زما عبادت کيږى. نو ټول قومونه به په دې پورې خندا کوى او سپکاوے به يې کوى. ۲۱دا کور اوس د شان او شوکت والا دے خو چې بيا کله هم څوک په دې تېريږى نو حېران به شى او تپوس به کوى چې، مالِک خُدائ د دې مُلک او د دې کور سره داسې بد ولې کړى دى؟ ۲۲نو خلق به په جواب کښې وائى چې، دا ځکه وشول چې هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پرېښودو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نورو معبودانو ته ورواوړېدل او د هغوئ عبادت يې وکړو. نو ځکه مالِک خُدائ په هغوئ باندې دا مصيبت راوستلو.“