يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - اوولسم باب

د حوسى ابى‌سلوم بې‌لارې کول

۱د هغې ډېر وخت نۀ وو شوے چې اخى‌تُفل ابى‌سلوم ته ووئيل، ”ما پرېږده چې دولس زره سړى خوښ کړم او نن شپه زۀ په داؤد پسې روان شم. ۲کله چې هغه ستړے او بې‌حوصلې وى نو زۀ به په هغۀ حمله وکړم. هغه به ويريږى او د هغۀ ټول سړى به وتښتى. او زۀ به صِرف بادشاه ووژنم ۳او بيا به د هغۀ ټول سړى تا له داسې واپس راولم، لکه چې ناوې خپل خاوند له راځى. تاسو غواړئ چې دا يو کس ووژنئ نو باقى نورو خلقو ته به خېر شى.“ ۴دا خبره ابى‌سلوم او ټولو بنى اِسرائيلى مشرانو ته ښۀ معلومه شوه. ۵ابى‌سلوم ووئيل، ”اوس حوسى راوغواړه او چې هغه څۀ وائى نو هغۀ ته به غوږ ونيسو.“ ۶کله چې حوسى راورسېدو نو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا هغه مشوره ده چې اخى‌تُفل مونږ له راکړې ده، مونږ له پرې عمل کول په کار دى او کۀ نه؟ کۀ تۀ وائې چې نۀ نو بيا تۀ مونږ ته ووايه چې څۀ وکړُو.“ ۷حوسى ورته ووئيل، ”دې ځل چې اخى‌تُفل کومه مشوره درکړې ده هغه ښۀ نۀ ده. ۸تا ته پته ده چې ستا پلار او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى او هغوئ داسې غصه دى لکه چې د يو مېلو نه بچى تښتولے شوى وى. ستا پلار يو تجربه‌کار فوجى دے او د شپې د خپلو سړو سره نۀ ايساريږى. ۹کېدے شى چې اوس هم هغه په يو غار کښې يا په بل ځائ کښې پټ وى. چې څنګه داؤد ستا په سړو باندې حمله وکړى او چې هر څوک هم د دې نه خبر شى نو وائى به چې ستا ډېر فوجيان وژلى شوى دى. ۱۰بيا به د ټولو نه تکړه سړے هم يريږى د چا چې د ازمرى په شان زړۀ وى ځکه چې په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ده چې ستا پلار يو لوئ فوجى دے او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى. ۱۱زما مشوره دا ده چې د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې ټول بنى اِسرائيليان راغونډ کړه، لکه چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى، د دې دپاره چې تۀ په خپله په جنګ کښې د هغوئ نه مخکښې لاړ شې. ۱۲داؤد چې هر چرته وى مونږ به يې پېدا کړُو او داسې به ورباندې وروغورزېږو لکه چې په زمکه باندې پرخه پرېوځى. هغه او د هغۀ سړى به ژوندى پاتې نۀ شى. ۱۳کۀ هغه ښار ته راوتښتى، نو زمونږ خلق به رسۍ راوړى او ښار به لاندې مېدان ته راکاږى. يو وړوکے کاڼے به هم پاتې نۀ شى.“ ۱۴ابى‌سلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخى‌تُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخى‌تُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابى‌سلوم باندې تباهى راولى.

حضرت داؤد ته خبردارے مِلاوېدل او د هغۀ تښتېدل

۱۵بيا حوسى صدوق او ابياتار اِمام ته ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې اخى‌تُفل ابى‌سلوم او د بنى اِسرائيلو مشرانو ته وئيلى دى او دا هغه څۀ دى چې ما يې مشوره ورکړې ده.“ ۱۶حوسى دا هم ووئيل، ”زر شئ، داؤد له پېغام ولېږئ چې د سيند سره هغه ځائ کښې شپه تېره نۀ کړى چرته چې اوبۀ کمې دى او خلق په کښې اوړى راوړى او د اُردن سيند نه دې سمدستى پورې وځى او صحرا ته دې لاړ شى، نو هغه او د هغۀ سړى به نۀ ګېريږى او نۀ به مرى.“ ۱۷د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عين‌راجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل. ۱۸خو يوه ورځ يو هلک هغوئ وليدل او هغۀ ابى‌سلوم ته ووئيل، نو هغوئ تېز لاړل چې په بحوريم کښې د يو سړى په کور کښې پټ شى. د هغۀ د کور سره نزدې د هغۀ کوهے وو او هغوئ هغه کوهى ته ورکوز شول. ۱۹د هغه سړى ښځې تخته واخستله، د کوهى په خولۀ باندې يې کېښوده او په دې باندې يې غله وشيندله، نو چې هيڅ څوک دا شک ونۀ کړى چې هغوئ دلته وُو. ۲۰د ابى‌سلوم آفسران هغه کور ته راغلل او د هغه ښځې نه يې تپوس وکړو، ”اخيمعض او يونتن چرته دى؟“ هغې ورته ووئيل، ”هغوئ د سيند نه پورې وتى دى.“ هغه سړو هغوئ ولټول خو پېدا يې نۀ کړل، نو هغوئ يروشلم ته راواپس شول. ۲۱د هغوئ د تلو نه پس، اخيمعض او يونتن د کوهى نه راووتل او لاړل او داؤد بادشاه له يې خبر ورسولو. هغوئ د هغۀ خِلاف د اخى‌تُفل د منصوبې نه خبر کړو او ورته يې ووئيل، ”زر شه، او د سيند نه پورې وځه.“ ۲۲نو داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه په پورې وتلو شروع وکړه او تر سحر د رڼا پورې ټول بلې غاړې ته پورې وتل. ۲۳کله چې اخى‌تُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو. ۲۴داؤد د محنايم ښار ته په هغه وخت رسېدلے وو چې څۀ وخت ابى‌سلوم او بنى اِسرائيليان د اُردن سيند نه پورې وتلى وُو. ۲۵ابى‌سلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابى‌جيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه. ۲۶ابى‌سلوم او د هغۀ سړو د جِلعاد په مُلک کښې خېمې لګولې وې. ۲۷کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمى‌اېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو. ۲۸‏-۲۹هغوئ جامونه، د خاورو لوښى، بسترې او داؤد او د هغۀ د سړو دپاره خوراک هم راوړو لکه غنم، اوربشې، اوړۀ، وريتې دانې، کورښې، دالونه، شات، پنير، ماستۀ او داسې څۀ ګډې هم. هغوئ ته پته وه چې داؤد او د هغۀ سړى به په صحرا کښې اوږى، تږى او ستړى وى.