يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - دوه اتيايم زبور

د حضرت آسف يو زبور

د اِنصاف کولو دپاره دُعا

۱خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے،

او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،

۲”ترڅو پورې به تاسو په بې‌اِنصافۍ سره فېصلې کوئ،

ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟

۳د غريب او د يتيم د حق نه حفاظت وکړئ،

او د حاجتمندو او بې‌وسو د حق سره اِنصاف کوئ.

۴کمزورى او حاجتمند بچ کړئ،

او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“

۵ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى.

دوئ په تيارو کښې ګرځيږى،

د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى.

۶ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ،

تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ.

۷خو تاسو به هم د فانى مخلوق په شان مړۀ شئ،

تاسو به هم لکه د نورو بادشاهانو راګزار شئ.“

۸پاکه خُدايه، راپاڅه، د دې زمکې عدالت وکړه،

ځکه چې ټول قومونه ستا ميراث دى.