يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - څوارلسم باب

د جلاوطنۍ نه راواپس کېدل

۱خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى. ۲ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.

د بابل د بادشاه زوال

۳په هغه ورځ به مالِک خُدائ تاسو له د تکليفونو او پرېشانو نه آرام درکړى او د هغه سخت کار نه به مو خلاص کړى چې د ستاسو نه په زور اخستے شو. ۴نو تاسو به د بابل بادشاه پورې ټوقې کوئ او وايئ به چې، ”هغه ظالم بادشاه غورزېدلے دے. او د هغۀ غصه ختمه شوې ده. ۵مالِک خُدائ د بدعملو طاقت ختم کړے دے او د حکمرانانو اختيار يې مات کړے دے ۶چا چې به په غصه کښې په خلقو باندې ظلم زياتے کولو او چې هغوئ کوم قومونه فتح کړى وُو نو د هغوئ خِلاف يې هيڅکله ظلم نۀ بس کولو. ۷نو په آخر کښې به ټوله دُنيا د امن او سکون نه خوند اخلى او هر طرف ته به د خوشحالۍ سندرې وى. ۸د سبر ونې او د لبنان د دِيار ونې په هغه بادشاه باندې خوشحاله دى چې د چا بادشاهى ختمه شوې ده، ځکه چې داسې څوک نشته چې دا ونې ووهى. ۹د مړو دُنيا بادشاه ته د پخير راغلې دپاره خپل ځان تياروى. کوم کسان چې په دُنيا کښې طاقتور وُو نو د هغوئ روحونه به بادشاه ته ودريږى. د بادشاهانو روحونه به د هغوئ د تختُونو نه ستا ليدو ته ودريږى. ۱۰هغوئ ټول به هغۀ ته آواز وکړى چې تۀ هم زمونږ په شان کمزورے يې. تۀ هم زمونږ په شان يې. ۱۱ستا شان او شوکت تا سره ښخ شوے دے، او ستا د بينجو ساز خاموش شوے دے. تۀ د وړو چينجو په بستره ملاست يې او د چينجو په کمبله پټ يې. ۱۲اے ځلېدونکى ستوريه، اے د سحر زويه. اوس د آسمان نه راپرېوتے يې. په تېره زمانه کښې تا قومونه فتح کول، خو اوس تۀ په خاوره کښې غورزولے شوے يې. ۱۳تا په زړۀ کښې وئيل چې بره آسمان ته به وخېژم او په اوچتو ستورو به خپل تخت ولګوم، په شمال کښې به په هغه غر د يو بادشاه په شان کښېنم چرته چې معبودان راغونډيږى. ۱۴تا ووئيل چې پاس وريځو ته به وخېژم او د خُدائ تعالىٰ په شان به شم. ۱۵خو تۀ لاندې د مړو د دُنيا هغه د ټولو نه ژورې کندې ته ويشتلے شوے يې. ۱۶څوک هم چې تا ووينى نو هغوئ به غور سره تا ته ګورى او سوچ به کوى چې، ولې دا هغه سړے دے چا چې زمکه خوځوله او بادشاهۍ به يې لړزولې؟ ۱۷ولې دا هم هغه سړے دے چا چې ښارونه تباه کړل او دُنيا يې په بيابان بدله کړه؟ ولې دا هغه سړے دے چې هغۀ هيڅکله هم خپل قېديان نۀ آزادول چې خپلو کورونو ته لاړ شى؟ ۱۸د دُنيا ټول بادشاهان په خپلو ښائسته ښائسته قبرونو کښې پراتۀ دى، ۱۹ستا خو قبر هم نشته او لاش دې لکه د بې‌کاره څانګې په شان بهر غورزولے شوے دے. ستا لاش د فوجيانو په هغه لاشونو کښې پټ دے کوم چې په جنګ کښې وژلے شوى دى. او تۀ د هغوئ سره د کاڼو يوې کندې ته غورزولے شوے يې او د پښو لاندې کړے شوے يې. ۲۰ستا جنازه به د نورو بادشاهانو په شان عزت سره نۀ کيږى، ځکه چې تا خپل مُلک تباه کړے دے او خپل خلق دې وژلى دى. د بدعمله کس اولاد به هيڅکله هم د عزت سره نۀ ياديږى. ۲۱د دې سړى زامن ووژنئ، پرېږدئ چې د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناه په وجه مړۀ شى. داسې نۀ وى چې هغوئ بيا په دُنيا باندې فتح حاصله کړى او دُنيا د هغوئ د ښارونو نه ډکه شى.“

د خُدائ پاک د بابل تباه کول

۲۲مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ پخپله د بابل خلاف راوچت شوے يم. زۀ به د دوئ اولاد تباه او برباد کړم. ما، مالِک خُدائ دا وئيلى دى. ۲۳بابل به زۀ په نمژنه زمکه بدل کړم او هلته به ګونګا مارغان اوسيږى. زۀ به په بابل باندې داسې جارُو ووهم چې هغه به د ځان سره هر څۀ جارُو کړى. زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا اعلان کوم.“

د خُدائ پاک د اسور تباه کول

۲۴مالِک خُدائ ربُ الافواج دا قسم کړے دے، ”ما چې کومه منصوبه جوړه کړې ده نو هغه به پوره شى. ما چې د څۀ اراده کړې ده نو هغه به کيږى. ۲۵زۀ به په خپل مُلک اِسرائيل کښې اسوريان تباه کړم او زۀ به هغوئ په خپلو غرونو کښې د پښو لاندې کړم. د هغوئ جغ به زما د خلقو نه اخوا شى او بوج به د هغوئ د اوږو نه اوچت شى. ۲۶د ټولې دُنيا دپاره دا زما منصوبه ده او ما خپل لاس د ټولو قومونو خلاف اوچت کړے دے.“ ۲۷مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فېصله کړې ده، نو څوک دا رد کولے شى؟ هغۀ خپل لاس اوچت کړے دے، څوک دا رايسارولے شى؟

د خُدائ پاک د فلستيه تباه کول

۲۸دا پېغام په هغه کال باندې راغلے وو په کوم کال چې احاز بادشاه مړ شو. ۲۹اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى. ۳۰غريبانان به خوراک وکړے شى او ضرورتمند به په محفوظ ځائ کښې آرام وکړے شى. خو ستاسو بېخ به د سخت قحط سره ختم کړم او چې کوم ژوندى پاتې شى هغوئ به تباه کړم. ۳۱اے د ښار دروازو ژاړئ. اے ښاره ماتم کوه. اے فلستيانو د يرې نه رپېږئ. د شمال طرف نه د لوږى په شان وريځ راروانه ده، دا د داسې فوجيانو لښکر دے چې په صفونو کښې يې يو بُزدل هم نشته. ۳۲د فلستيه نه چې کوم پېغام وړُونکى مونږ له راځى نو هغوئ له څۀ جواب ورکړُو؟ مونږ به ورته وايو چې مالِک خُدائ صيون د دې دپاره محفوظ کړے دے، چې د هغۀ په خلقو کښې مظلومان هلته پناه واخلى.