يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - يوولسم باب

د دُعا په حقله تعليم

۱يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“ ۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ، اے پلاره، ستا نوم دې پاک وى او ستا بادشاهى دې راشى. ۳مونږ له خپل روزمره رزق راکړه. ۴او زمونږ ګناهونه معاف کړه، څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه.“ ۵بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”فرض کړئ کۀ په تاسو کښې يو کس په نيمه شپه د خپل ملګرى کور ته ورشى او ورته ووائى زما ملګريه، ما له لږه روټۍ راکړه. ۶ځکه چې زما يو ملګرے د سفر نه راغلے دے او ما کره د خوړلو دپاره هيڅ هم نشته چې هغۀ ته کېږدم. ۷او هغه ورته په جواب کښې ووائى چې ما مۀ تنګوه. په دې نيمه شپه خو ورونه بند دى، زۀ او زما بچى په کټ کښې اودۀ يُو، په دې وخت اوس زۀ تا له څۀ نۀ شم درکولے. ۸خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى. ۹او دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ۱۰ځکه هر څوک يې چې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى. ۱۱کۀ چرې ستاسو ماشومان تاسو نه کب وغواړى نو ولې تاسو به ورله مار ورکړئ څۀ؟ په تاسو کښې به کوم پلار داسې وکړى؟ ۱۲او يا چې ماشوم ترې هګۍ وغواړى نو ولې تاسو به ورله لړم ورکړئ څۀ؟ ۱۳نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“

حضرت عيسىٰ او بعلزبول

۱۴يوه ورځ عيسىٰ د يو سړى نه ګونګے پيرے وشړلو چا چې خبرې نۀ شوې کولے نو کله چې پيرى پرېښودو نو دې سړى خبرې شروع کړې، او خلق په دې کار حق حېران شول. ۱۵خو ځينو په کښې ووئيل چې، ”دے خو د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“ ۱۶او نورو د آزمېښت په توګه ورنه څۀ آسمانى نښه وغوښته. ۱۷خو هغه د هغوئ په زړونو پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په بې‌اتفاقۍ سره بادشاهى ورانيږى. ۱۸هم دغه شان کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو څنګه به يې بادشاهى پاتې شى؟ لکه څنګه چې ستاسو ګُمان دے چې زۀ د بعلزبول په مدد پيريان وباسم، ۱۹نو کۀ چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى. ۲۰خو کۀ چرې زۀ د خُدائ پاک په قدرت پيريان شړم نو بيا پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده. ۲۱هرکله چې يو زورَور وسله وال سړے د خپل کور ساتنه کوى نو د هغۀ مال حال به محفوظ وى. ۲۲خو هرکله چې د هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ ورپېښ شى او دے قابو کړى نو هغه وسله ترې واخلى چې په کومه د دۀ باور وى او د هغۀ لوټ شوے مال حال په خپلو کښې تقسيم کړى. ۲۳څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نه راټولوى نو هغه يې نولى.

د يو پيرى واپس راتلل

۲۴کله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو چې وې نۀ مومى نو هغه بيا د خپل ځان سره داسې ووائى چې زۀ به واپس هغه ځائ ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلے يم. ۲۵نو هغه چې واپس راشى نو هغه ځائ صفا او جارُو کړے او د اوسېدو جوګه بيامومى. ۲۶بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى.“ ۲۷کله چې عيسىٰ دا خبره کوله په ګڼه کښې يوې ښځې چغې کړې، ”بختوره ده هغه مور چې تۀ يې زيږولے يې او تا له يې پئ درکړى دى.“ ۲۸نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“

نښه غوښتل

۲۹کله چې عيسىٰ ته د خلقو ګڼه زياتېدله نو هغۀ داسې وفرمائيل، ”دا يوه ګناهګاره پيړۍ ده. دوئ نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ له ورنۀ کړے شى. ۳۰لکه څنګه چې يُونس د نينوه د خلقو دپاره نښه وګرځېدو، دغه شان به اِبن آدم هم د دې پيړۍ دپاره نښه وګرځى. ۳۱د شيبا مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ د خلقو خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل سر نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے. ۳۲د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.

د وجود رڼا

۳۳هيڅوک بله شوې ډيوه په پټ ځائ کښې او يا د لوښى لاندې نۀ ږدى بلکې د ډيوټ دپاسه يې ږدى چې کور ته راتلونکى خلق يې رڼا ووينى. ۳۴ستا سترګې ستا د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى، نو ستا ټول بدن به د رڼا نه ډک وى. خو کۀ ستا سترګې خرابې وى، نو ستا په ټول بدن کښې به تورتم وى. ۳۵نو بيا پام کوه چې کومه رڼا په تا کښې ده چې هغه تورتم نۀ وى. ۳۶کۀ چرې ستا ټول بدن د رڼا نه ډک وى، او يو اندام دې هم په تورتم کښې نۀ وى، نو ستا ټول ژوندون به روښانه وى، داسې لکه چې يوه ډيوه په تا ځليږى.“

د فريسى او د شرعې عالم ملامتول

۳۷کله چې عيسىٰ خبرې ختمې کړې نو يو فريسى هغۀ ته د روټۍ دعوت ورکړو. هغه دننه ورغلو او ورسره کښېناستو. ۳۸فريسى په دې ليدو حېران شو چې هغۀ د روټۍ خوړلو نه مخکښې لاسونه ونۀ وينځل. ۳۹خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل، ”تاسو فريسيان خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه تاسو د حرص او بدکارۍ نه ډک کړى وى. ۴۰اے کم عقلو، چا چې بهرنۍ حِصه جوړه کړې ده، ولې هغۀ دننه حِصه نۀ ده جوړه کړې څۀ؟ ۴۱خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ. ۴۲اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو د باغ د پودينې او سپېلنو او د هر قِسم سبزۍ لسمه حِصه خو ورکوئ خو د اِنصاف او د خُدائ پاک سره د مينې نه اِنکار کوئ. په کار خو دا وو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے. ۴۳اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ خوښوئ او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحالېږئ. ۴۴افسوس چې تاسو د هغه قبرونو په شان يئ چې نښه يې نۀ معلوميږى او خلق پرې په بې‌خيالۍ سره دپاسه ګرځى.“ ۴۵د دې په جواب کښې يو د شرعې عالم ووئيل، ”اُستاذه، کله چې تاسو داسې خبرې کوئ نو دا زمونږه سپکاوے کوئ.“ ۴۶عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے د شرعې عالمانو په تاسو دې هم افسوس وى. ځکه چې تاسو په خلقو بې‌اندازې بوج وراچوئ ولې په خپله د دې د اوچتولو دپاره يوه ګوته قدرې هم نۀ وروړئ. ۴۷په تاسو دې افسوس وى چې تاسو د هغه نبيانو زيارتونه جوړَوئ کوم نبيان چې ستاسو پلار نيکونو وژلى وُو. ۴۸او تاسو په خپله په دې کار د خپل پلار نيکۀ په جرمونو کښې شريک شوئ، هغوئ پېغمبران ووژل او تاسو پرې زيارتونه جوړ کړل. ۴۹ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى. ۵۰نو دغه شان به د دُنيا د شروع نه تر اوسه پورې د دې موجوده پيړۍ نه د ټولو نبيانو د تويو شوو وينو تپوس وکړے شى، ۵۱د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى. ۵۲اے د شرعې عالمانو، په تاسو دې افسوس وى. ځکه چې تاسو د عِلم کُنجيانې قبضه کړې دى، تاسو په خپله هم په کښې داخل نۀ شوئ او څوک چې داخلېدل هغوئ مو هم پرې نۀ ښودل.“ ۵۳کله چې عيسىٰ د کوره بهر شو نو فريسيانو او د شرعې عالمانو دا کوشش وکړو چې د هغۀ سخت مخالفت شروع کړى او د دۀ نه بې‌واره بې‌واره تپوسونه وکړى، ۵۴او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.