يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - يوولسم باب

د امن بادشاهى

۱د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى. ۲د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح، ۳او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى. هغه به د خلقو په ظاهر صورت او د اورېدو په خبرو باندې عدالت نۀ کوى، ۴هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بې‌اسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى. ۵صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى. ۶شرمخان او ګډې به په يو ځائ په سکون سره اوسيږى، او پړانګ به د چېلو د بچو سره ملاست وى. د غواګانو او زمرو بچى به په يو ځائ خوراک کوى، او يو وړوکے ماشوم به دا بوتلے راوستے شى. ۷غواګانې او مېلوګان به په يو ځائ خوراک کوى، او د هغوئ بچى به په يو ځائ په امن سره پراتۀ وى. او زمرے به د غوَيى په شان بوس خورى. ۸د پيو ماشوم به د مار سوړې سره لوبې کوى او لږ لوئ ماشوم به د زهرژن مار سوړه کښې لاس اچوى. ۹د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.

د جلاوطن شوو خلقو راواپس کېدل

۱۰په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى. ۱۱کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو. ۱۲مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى. ۱۳د اِسرائيل حسد به ختم شى او د يهوداه د دشمنانو نام و نشان به ختم شى. اِسرائيل به د يهوداه نه نور نفرت نۀ کوى او نۀ به يهوداه د اِسرائيل سره دشمنى کوى. ۱۴هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى. ۱۵مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى. ۱۶هلته چې د هغۀ کوم خپل خلق يعنې بنى اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو د هغوئ دپاره به يو لوئ سړک وى چې د اسور نه به ووځى، هغسې لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ دپاره يوه لار جوړه وه کله چې هغوئ د مِصر نه روان شول.