يوسفزئ
تاریخى

د قاضيانو کِتاب - شپاړسم باب

سمسون په غزه کښې

۱سمسون يوه ورځ فلستى ښار غزه ته لاړو، هلته د يوې کنجرې سره مِلاو شو او د هغې سره څملاستو. ۲د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“ ۳خو سمسون تر نيمې شپې پورې د کنجرې سره پروت وو. بيا هغه پاڅېدو او د ښار دروازه يې ونيوله او د تمبو، دُرشلو، تالو او هر څۀ سره يې وويستله. هغۀ دا په خپلو اوږو باندې کېښودل او د هغه غر سر پورې يې يوړل چرته نه چې حبرون ښکارېدو.

سمسون او دليله

۴د هغې نه پس، سمسون په يوه ښځه باندې مئين شو چې نوم يې دليله وو، چې هغه د سورِق په مېدان کښې اوسېده. ۵هغه پينځۀ فلستى بادشاهان هغې له لاړل او ورته يې ووئيل، ”سمسون وغولوه چې تا ته ووائى چې هغه دومره تکړه ولې دے او مونږ په هغۀ باندې څنګه غالِب راتلے شُو، چې وې تړُو او کمزورے يې کړُو. مونږ هر يو به تا له يوولس سوه د سپينو زرو سيکې درکړُو.“ ۶نو دليلې سمسون ته ووئيل، ”مِهربانى وکړه ما ته ووايه چې تۀ په څۀ څيز دومره تکړه يې. کۀ څوک تا تړل او کمزورے کول وغواړى نو هغه داسې څنګه کولے شى؟“ ۷سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ هغوئ د ليندې په اوو نوؤ مزو باندې ما وتړى چې هغه تازه وى او اوچ شوى نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“ ۸نو فلستى بادشاهانو دليلې له د ليندې اووۀ مزى راوړل چې اوچ شوى نۀ وُو او هغې پرې سمسون وتړلو. ۹په بله کوټه کښې د هغې څۀ سړو اِنتظار کولو، نو هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغۀ د ليندې مزى داسې وشلول لکه چې په تارونو باندې اور ولګى او وشليږى. خو هغوئ ته بيا هم د هغۀ د طاقت د راز پته ونۀ لګېده. ۱۰دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بې‌وقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ ۱۱هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ ما په داسې رسو باندې وتړى چې هيڅکله هم استعمال شوې نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“ ۱۲نو دليلې نوې رسۍ راوړې او هغه يې پرې وتړلو. بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه سړو په بله کوټه کښې اِنتظار کولو. نو هغۀ رسۍ د تارونو په شان د خپلو مټو نه وشلولې. ۱۳دليلې سمسون ته ووئيل، ”تا تر اوسه پورې زما نه کم عقله جوړه کړې ده او ما ته دروغ وائې. ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما د وېښتو اووۀ کونسۍ د جامو په خپله کډۍ کښې وګنډې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړې، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے يم.“ ۱۴دليلې هغه په آرام سره اودۀ کړو، د هغۀ د وېښتو اووۀ کونسۍ يې وګنډلې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړلې او چغه يې کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغه پاڅېدو او خپل وېښتۀ يې د هغه کډۍ نه خلاص کړل. ۱۵نو هغې ورته ووئيل، ”تۀ څنګه وائې چې زما سره مينه کوې، کله چې تۀ په ما اعتبار هم نۀ کوې؟ تا درې ځل زما نه کم عقله جوړه کړه او تا بيا هم ما ته ونۀ وئيل چې تۀ په څۀ باندې دومره تکړه يې.“ ۱۶هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو. ۱۷نو سمسون آخر کښې هغې ته رښتيا وئيل، ”زما وېښتۀ هيڅکله هم نۀ دى کل شوى. زما د پېدا کېدو د وخت نه زۀ خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف يم. کۀ زما وېښتۀ کل شوى وے، نو زما طاقت به ختم شوے وو او د نورو په شان به کمزورے وم.“ ۱۸کله چې دليلې ته پته ولګېده چې هغۀ ورته ټول راز وښودلو، نو هغې فلستى بادشاهانو ته يو پېغام ولېږلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو يو ځل بيا راشئ. سمسون ما ته رښتيا وئيلى دى.“ نو هغوئ راغلل او د ځان سره يې پېسې هم راوړې. ۱۹دليلې په آرام سره سمسون په خپل غېږ کښې اودۀ کړو او بيا يې سړے راوغوښتلو، چې هغۀ د سمسون د وېښتو اووۀ څڼې کلې کړې. نو داسې هغه يې په تکليف کښې واچولو ځکه چې د هغۀ طاقت ختم شو. ۲۰بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه پاڅېدو او خيال يې دا وو چې زۀ به د مخکښې په شان ځان خلاص کړم او آزاد به شم. خو هغۀ ته پته نۀ وه چې مالِک خُدائ هغه پرېښے وو. ۲۱فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو. ۲۲خو د هغۀ وېښتۀ بيا راوشول.

د سمسون مرګ

۲۳فلستى بادشاهان راغونډ شول چې جشن وکړى او خپل خُدائ دجون ته يوه لويه قربانى پېش کړى. هغوئ ووئيل، ”زمونږ خُدائ مونږ له زمونږ په دشمن سمسون باندې فتح راکړې ده.“ ۲۴‏-۲۵نو هغوئ خوشحالى کوله او هغوئ ووئيل، ”سمسون راوغواړئ او راځئ چې په هغۀ پورې ټوقې وکړُو.“ کله چې هغوئ سمسون د قېد نه راوويستلو، نو هغوئ ورپورې ټوقې کولې او د ستنو په مينځ کښې يې ودرولے وو. کله چې خلقو هغه ولېدلو، نو هغوئ د خپل خُدائ ثناء صِفت کولو، ”زمونږ خُدائ زمونږ په دشمن باندې فتح راکړې ده، چا چې زمونږ مُلک وران کړو او زمونږ ډېر کسان يې ووژل.“ ۲۶سمسون هغه هلک ته وفرمائيل چا چې لاس نيولے روان کړے وو چې، ”ما پرېږده چې په هغه ستنو باندې لاس ولګوم چې په کومو باندې دا کور ولاړ دے. زۀ په دې باندې تکيه لګول غواړم.“ ۲۷هغه ځائ د ښځو او سړو نه ډک وو. پينځۀ واړه فلستى بادشاهان هم هلته وُو او هلته په چت باندې تقريباً درې زره ښځې او سړى وُو، هغوئ کتل چې په سمسون پورې ټوقې کېدلې. ۲۸سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“ ۲۹نو سمسون هغه دوه مينځنۍ ستنې ونيولې چې په کومو باندې هغه آبادى ولاړه وه. په دواړو باندې يې يو يو لاس کېښودو ۳۰او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُت‌خانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو. ۳۱د هغۀ وروڼه او د هغۀ د خاندان نور کسان د هغۀ لاش وړلو له راغلل. هغه يې واپس يوړو او د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د خپل پلار منوحه په قبر کښې يې ښخ کړو. هغه شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.