يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - څلور دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې هغه د ابى‌مَلِک په وړاندې چا چې هغه د مُلک نه شړلے وو خپل ځان داسې جوړ کړو لکه چې ليونے وى

د خُدائ د نېکۍ په حقله ثناء صِفت

۱هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم.

۲په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى،

بې‌وسه خلق دې خوشحالى کوى.

۳راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ،

او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ.

۴نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم،

زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.

۵څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى،

مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى.

۶مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله،

د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.

۷د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى،

بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.

۸د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے.

څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے،

۹اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ،

د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى.

۱۰د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى،

خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى،

۱۱راځئ، زما بچو، ما ته غوږ شئ،

نو تاسو به د مالِک خُدائ د يرې نه خبر کړم.

۱۲په تاسو کښې څوک داسې شته چې ډېر اوږد عمر غواړى

ښې او نېک بختې ورځې ليدل غواړى،

۱۳نو په خپلې ژبې سره بد مۀ وايئ

او په خپلو شونډو سره دروغ مۀ وايئ.

۱۴ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ،

امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.

۱۵د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى

او د هغوئ فريادونه اورى.

۱۶خو مالِک خُدائ د هغوئ خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى،

او د هغوئ نام و نشان د زمکې د مخ نه ورَکَوى.

۱۷نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى،

او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى.

۱۸مالِک خُدائ هغه چا ته ورنزدې دے څوک چې غمژن وى

او هغوئ ته خلاصون ورکوى څوک چې بې‌حوصلې وى.

۱۹کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى،

خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.

۲۰نو مالِک خُدائ د هغۀ د ټولو اندامونو حفاظت کوى،

چې کله به د هغوئ نه يو هم مات نۀ شى.

۲۱بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى،

او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى.

۲۲خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى،

هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى.