يوسفزئ
تاریخى

اعمال د رسولانو - پينځلسم باب

په يروشلم کښې جرګه

۱بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“ ۲په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى. ۳جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېر‌يهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول. ۴کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل. ۵بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېر‌يهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“ ۶نو رسولانو او مشرانو جرګه جوړه کړه چې په خپلو کښې په دې مسئلې مشوره وکړى. ۷د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى. ۸او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو. ۹هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل. ۱۰نو اوس بيا تاسو خُدائ پاک ولې آزمايئ او د دې مريدانو په اوږو داسې جغ ولې ږدئ چې نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ پلارانو نيکونو وړلے شو؟ ۱۱نه، زمونږ عقيده ده چې مونږ د مالِک عيسىٰ د فضل په وسيله خلاصون موندلے دے او دغه شان دوئ هم.“ ۱۲په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېر‌يهوديانو کښې ښکاره کړې وې. ۱۳هغوئ چې خبرې بس کړې نو يعقوب ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما ته غوږ کېږدئ. ۱۴شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېر‌يهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل. ۱۵دا د نبيانو د کلام سره هم سمون خورى لکه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ۱۶”د هغې نه پس به زۀ واپس راشم او د داؤد نړېدلے کور به بيا آباد کړم، او زۀ به دا بيا ودان کړم ۱۷د دې دپاره چې نور انسانان، يعنې غېر‌يهوديان زما لټون وکړى څوک چې ما رابللى او خپل کړى دى. مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه چې دغه کارونه کوى، ۱۸چې د پيړو راسې معلوم دى.“ ۱۹د دې دپاره زما فېصله دا ده چې مونږ هغه غېر‌يهوديانو ته تکليف ورنۀ کړُو څوک چې په خُدائ پاک ايمان راوړى، ۲۰بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ. ۲۱ځکه چې د پخوا زمانې نه په هر ښار کښې د موسىٰ د شريعت تعليم ورکول کېدو او په هر سبت به په عبادتخانو کښې تلاوت کېدو.“

د جرګې پېغام

۲۲بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل. ۲۳او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېر‌يهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو. ۲۴مونږ اورېدلى دى چې زمونږ ځينى کسان زمونږ د حُکم نه بغېر درغلى دى او په خپلو خبرو يې تاسو پرېشانه کړى يئ او ستاسو ذهنونه يې ګډ‌وډ کړى دى. ۲۵مونږ دا فېصله کړې ده چې خپل نمائنده ګان خوښ کړُو او د خپلو خوږو ملګرو برنباس او پولوس سره يې تاسو له درولېږو، ۲۶چا چې خپل ځانونه زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د نوم دپاره په خطره کښې اچولى دى. ۲۷د دې دپاره مونږ يهوداه او سيلاس درلېږو او هغوئ به درته په خپله دا خبرې تېرې کړى. ۲۸دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو. ۲۹تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“ ۳۰نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول او اَنطاکيه ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائ جمع کړو او خط يې ورله ورکړو. ۳۱کله چې هغوئ دا خط ولوستلو نو هغوئ په دې تسلۍ خوشحاله شول. ۳۲يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو. ۳۳‏-۳۴هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس ايماندارانو هغوئ په خير سره خپلو استوونکو ته واپس ولېږل. ۳۵خو پولوس او برنباس په اَنطاکيه کښې پاتې شول او هلته يې د ډېرو نورو سره د مالِک کلام اورولو او تعليم يې ورکولو.

د پولوس رسول او برنباس جدائى

۳۶نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“ ۳۷د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى. ۳۸خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چې هغه د ځان سره ملګرے کړى ځکه چې يوحنا هغوئ په پمفوليه کښې ځانله پرېښے وُو او د خِدمت په کار کښې يې دوئ سره ملګرتيا نۀ وه کړې. ۳۹د هغوئ اختلاف دومره زيات شو چې هغوئ د يو بل نه جدا شول او برنباس مرقوس د ځان سره کړو او په سمندرى جهاز کښې قبرص ته روان شو. ۴۰خو پولوس سيلاس خوښ کړو او هغه په خپل سفر روان شو. ايماندارانو هغه د مالِک فضل ته وسپارلو. ۴۱هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.