يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او دولسم زبور

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى،

بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،

او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.

۲د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى،

د صادقانو نسل به بختور کړے شى.

۳دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى،

او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.

۴کۀ څۀ هم په تيارۀ کښې صادقانو ته رڼا ځليږى،

څوک چې مِهربانه زړۀ سواندى او صادق وى.

۵مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بې‌لالچه قرض ورکوى،

او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.

۶په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى،

صادق سړے به تل يادولے شى.

۷هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى،

د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.

۸د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى،

او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.

۹هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى،

د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى،

او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.

۱۰بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى،

او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى،

د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.