يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او نولسم زبور

د خُدائ په کلام کښې تسلى او نُور

الف

۱بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى

څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.

۲بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى

او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.

۳دوئ بې‌اِنصافه کارونه نۀ کوى،

او دوئ د هغۀ په نقش قدم ځى.

۴مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو

چې هغه په پوره توګه ومنو.

۵کاش چې زما لارې پخې شى

چې زۀ ستا شريعت د خپل ځان نه څرګند کړم.

۶نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم

ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.

۷زۀ به ستا په رښتينې زړۀ سره شُکر ادا کړم

لکه څنګه چې زۀ ستا صادقه قانون زده کوم.

۸زۀ به ستا اصُول منم،

په پوره توګه ما رد نۀ کړې.

بِت

۹په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟

څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى.

۱۰زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم،

ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.

۱۱ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے

نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.

۱۲ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه،

ستا اصُول ما ته را زده کړه.

۱۳زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم

هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.

۱۴زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم

لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.

۱۵زۀ ستا په تعليماتو باندې غور کوم

او ستا د لارو احترام کوم.

۱۶زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم،

او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.

جمل

۱۷خپل خِدمتګار سره ښۀ کوه نو زۀ به داسې ژوندے يم،

او زۀ به ستا په کلام باندې عمل کوم.

۱۸سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم

او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.

۱۹زۀ په دې زمکه مسافر يم،

ما نه خپل حُکمونه مۀ پټوه.

۲۰زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے

هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.

۲۱تۀ کبرژن او لعنتيان رټې

او هغوئ څوک چې ستا د حُکمونو نه اوړېدلى دى.

۲۲ما نه د هغوئ کينه او سپکوالے لرې کړه،

ځکه چې زۀ ستا قانون منم.

۲۳تر دې چې بادشاهان رايوځائ کيږى او زما خلاف خبرې کوى،

خو ستا خِدمتګار به ستا په قانون غور کوى.

۲۴ستا اصُول زما خوشحالى ده،

او زما دپاره ښۀ نصيحت دے.

دالت

۲۵زۀ په خاورو کښې پروت يم،

او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.

۲۶ما خپلې لارې تا ته ښکاره کړې او تا جواب راکړو،

ما ته خپل اصُول راوښايه.

۲۷ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه،

نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.

۲۸د غمه زما ځان کمزورے شوے دے،

په خپل کلام دې ما له طاقت راکړه.

۲۹ما د دروغژنو لارو نه وساته،

او د خپل شريعت په ښودلو کښې دې په ما مهربانى وکړه.

۳۰ما د رښتينوالۍ لاره خوښه کړې ده،

او ستا شريعت مې په خپل زړۀ کښې ځائ کړے دے.

۳۱مالِکه خُدايه ستا اصُول مې راټينګ کړى دى،

ما شرمېدو ته مۀ پرېږده.

۳۲زۀ ستا د شريعت په لار روان يم،

ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.

هې

۳۳اے مالِکه خُدايه ما ته وښايه چې ستا په شريعت عمل وکړم،

زۀ به تل په هغې باندې عمل کوم.

۳۴نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم

او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.

۳۵ما د خپلو حُکمونو په لارو باندې روان کړه،

او چې زۀ په کښې خپله خوشحالى پېدا کړم.

۳۶زما زړۀ دې د خپل شريعت طرف ته راوګرځوه

او د مال دولت لالچ طرف ته يې مۀ ګرځوه.

۳۷زما نظر د بې‌کاره څيزونو نه واړوه،

او د خپل کلام په مطابق دې ژوند راکړه.

۳۸خپله وعده دې د خپل خِدمتګار سره پوره کړه،

هغه وعده چې تا د هغه چا سره کړې وه څوک چې تا نه يريږى.

۳۹د کومې بې‌عزتۍ نه چې يرېږم هغه زما نه اخوا کړه،

ځکه چې ستا شريعت ښۀ دے.

۴۰زۀ ستا د تعليماتو څومره خواهشمند يم،

او په خپل صداقت کښې دې زما ژوند تازه کړه.

واو

۴۱خپله ابدى مينه دې ما له راکړه اے مالِکه خُدايه،

او د خپلې وعدې په مطابق دې خلاصون راکړه.

۴۲څوک چې ما ته پېغور راکوى نو بيا به زۀ جواب ورکړم،

ځکه چې زۀ ستا په کلام باور کوم.

۴۳زما د خولې نه د حقيقت کلام مۀ اخله،

ځکه چې ما خپل اُميد ستا په شريعت باندې وتړلو.

۴۴زۀ به هر وخت ستا د شريعت تابعدارى کوم،

او د تل دپاره به يې منم.

۴۵زۀ به په آزادۍ سره ګرځم،

ځکه چې ما خپل ځان ستا حُکمونو ته وقف کړے دے.

۴۶زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم

زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.

۴۷ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده

ځکه چې زما ورسره مينه ده.

۴۸ستا حُکمونه مې خوښيږى او عزت يې کوم،

او زۀ ستا په اصُولو باندې سوچ کوم.

زاين

۴۹خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه،

ځکه چې دا زما اُميد دے.

۵۰زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده،

چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.

۵۱کبرژن زما د حد نه زيات سپکاوے کوى،

خو زۀ به ستا د شريعت نه وانۀ وړم.

۵۲اے مالِکه خُدايه ستا پخوانے شريعت ما ته ياد دے،

او زما په دې باندې تسلى کيږى.

۵۳زۀ بدکارانو ته ډيرې غصې راخستے يم،

هغوئ چا چې ستا شريعت پرېښے دے.

۵۴ستا شريعت زما د سندرو مرکز دے

په هر ځائ کښې چې زۀ اوسېدلے يم.

۵۵اے مالِکه خُدايه په شپه کښې زۀ ستا نوم يادوم،

زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کوم.

۵۶دا زما چال چلن وو،

چې ستا په قانون باندې عمل وکړم.

حيت

۵۷تۀ زما ميراث يې اے مالِکه خُدايه،

ما دا وعده کړې ده چې ستا په شريعت به عمل کوم.

۵۸ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے.

د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.

۵۹ما په خپلو لارو غور کړے دے

او ما خپل قدمونه ستا قانون ته راګرځولى دى.

۶۰زۀ به زړۀ نا زړۀ او ځنډ نۀ کوم

چې ستا حُکمونه ومنم.

۶۱هر څو کۀ بدعمله مې په پړو تړل غواړى،

خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېروم.

۶۲په نيمه شپه راپاڅمه چې ستا شُکر ادا کړم

ستا د صادقه شريعت دپاره.

۶۳هر څوک چې تا نه يريږى زۀ د هغوئ ټولو ملګرے يم،

او د هغوئ ټولو هم څوک چې ستا په شريعت عمل کوى.

۶۴زمکه ستا د ابدى مينې نه ډکه ده اے مالِکه خُدايه،

ما ته د خپل اصُول سبق راوښايه.

طيث

۶۵د خپل خِدمتګار سره دې ښۀ وکړل

د خپل کلام په مطابق اے مالِکه خُدايه.

۶۶ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه،

ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.

۶۷د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم،

خو اوس ستا په کلام عمل کوم.

۶۸تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې،

ما ته دې خپل اصُول راوښايه.

۶۹کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى،

زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.

۷۰د دوئ زړونه بې‌احساسه او بې‌رحمه دى،

خو ستا په قانون کښې زۀ خوشحاله يم.

۷۱دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم

نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.

۷۲ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى

په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.

يود

۷۳تا زۀ په خپلو لاسونو جوړ او تيار کړمه

نو ما له پوهه راکړه چې ستا حُکمونه زده کړمه

۷۴هغه څوک چې تا نه يريږى دوئ دې خوشحالى وکړى کله چې ما وګورى

ځکه چې ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے

۷۵زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے

او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه

۷۶ستا نۀ ختمېدونکې مينه دې ما له تسلى راکړى

د هغه وعدې په مطابق کومه چې تا د خپل خِدمتګار سره کړې ده

۷۷په ما رحم وکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه

ځکه چې ستا شريعت ما خوشحالوى

۷۸کبرژن دې په شرمونو وشرميږى برناحقه په ما دروغ وائى

خو زۀ ستا په لارښودنو باندې غور او فکر کومه

۷۹ما ته دې راشى څوک چې تا نه يريږى

هغوئ څوک چې ستا په شريعت پوهيږى

۸۰زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بې‌داغه وى

نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.

کاپ

۸۱ستا د خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى

خو ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے

۸۲ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ړندې شوې

زۀ دا وايم چې، ”تۀ به ما له تسلى کله راکوې؟“

۸۳زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم.

خو ستا اصُول نۀ هېرومه

۸۴ترڅو به ستا خِدمتګار انتظار کوى

څوک چې زما سره زياتے کوى تۀ به کله سزا ورکوې

۸۵زما دپاره مغروران کنده جوړوى

ځکه چې ستا د قانون مخالفت کوى

۸۶ستا ټول حُکمونه باورى دى

زما مدد وکړه ځکه چې بې‌وجه ما خلق زوروى

۸۷زۀ خو دوئ تقريباً د زمکې نه ورک کړے يمه

خو ستا اصُول ما پرېښودى نۀ دى

۸۸د خپلې وفادارې مينې په مطابق دې زما ژوند وساته

نو زۀ به ستا د خولې په تعليماتو عمل وکړمه

لميد

۸۹اے مالِکه خُدايه ستا کلام ابدى دے

او دا په آسمانونو کښې قائم دے

۹۰ستا وفادارى به په ټولو نسلونو کښې وى

تا زمکه پېدا کړه چې تر اوسه لا قائمه ده

۹۱ستا شريعت تر نن ورځې پورې قائم دے

نو ټول څيزونه ستا خِدمتګاران دى

۹۲کۀ چرې ستا شريعت زما خوشحالى نۀ وے

نو زۀ به په خپل مصيبت کښې تباه شوے ومه

۹۳زۀ به هيڅکله هم ستا تعليمات نۀ هېرومه

ځکه چې په دوئ باندې تا زما ژوند تازه ساتلے دے

۹۴ما بچ کړه ځکه چې زۀ ستا يمه

ما ستا د تعليماتو لټون کړے دے

۹۵بدکاران زما د تباه کولو په انتظار کښې دى

خو زۀ به ستا په قانون غور کومه

۹۶تر دې چې زۀ د هر يو کامِل کار څۀ حد وينمه

خو ستا د حُکمونو څۀ حد نۀ وينمه.

ميم

۹۷خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه

او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه

۹۸ستا حُکمونه ما د خپلو دشمنانو نه ډېر هوښياروى

ځکه چې هغه ما سره د تل دپاره دى

۹۹زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه

نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه

۱۰۰زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه

ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه

۱۰۱ما د هرې بدې لارې نه خپل قدمونه ساتلى دى

نو چې زۀ ستا په کلام عمل وکړے شمه

۱۰۲زۀ ستا د شريعت نه جدا شوے نۀ يمه

ځکه چې تا په خپله ما ته تعليم راکړے دے

۱۰۳ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے

زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے

۱۰۴ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو

نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه

نون

۱۰۵ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده

او زما د لارې دپاره رڼا ده

۱۰۶ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم

چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه

۱۰۷اے مالِکه خُدايه ما ډېر تکليفونه تېر کړل

د خپل کلام په مطابق دې زما ژوند تازه کړه

۱۰۸اے مالِکه خُدايه زما د خولې نه د اخلاص نه ډک ثناء صِفت قبول کړه

او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه

۱۰۹کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه

خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه

۱۱۰بدکارانو ما ته دام خور کړے دے

خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بې‌لارې نۀ شومه

۱۱۱ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے

دا زما د زړۀ خوشحالى ده

۱۱۲زما زړۀ ستا د حُکمونو په ساتلو بوخت دے

او دا قانون به تر ابده پورې منمه

ساميخ

۱۱۳زۀ دوه مخيزه سړى نه کرکه کومه

خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه

۱۱۴تۀ زما پناه او زما ډال يې

ما خپل اُميد ستا د کلام پورې تړلے دے

۱۱۵اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ

چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه

۱۱۶د خپلې وعدې په مطابق دې ما سمبال کړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه

او د خپل اُميد نه دې شرمنده نۀ شمه

۱۱۷ما ته سهاره راکړه نو زۀ به بچ شمه

نو بيا به زۀ د تل دپاره ستا په شريعت غور کومه

۱۱۸تۀ هغوئ ټول رد کوې څوک چې ستا د شريعت نه اوړى

او د هغوئ دوکه بلکل عبث ده

۱۱۹تۀ د دُنيا ټول بدعمله لکه د خزلې په شان غورزوې

نو په دې وجه زۀ ستا قانون سره مينه کومه

۱۲۰ستا د يرې نه زما بدن رپى

او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه

عېن

۱۲۱ما هغه څۀ وکړل څۀ چې صداقت او اِنصاف وى

ما خپلو دشمنانو ته مۀ پرېږده

۱۲۲خپل خِدمتګار ته د ښۀ ژوند ضمانت ورکړه

کبرژن مۀ پرېږده چې په ما ظلم وکړى

۱۲۳ستا خلاصون پسې سترګې مې ستړې شوې

او ستا د رښتينې وعدې انتظار کومه

۱۲۴د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه

او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه

۱۲۵زۀ ستا خِدمتګار يم ما له پوهه راکړه

چې زۀ ستا په قانون باندې پوهه شمه

۱۲۶اے مالِکه خُدايه اوس ستا د قدم اوچتولو دا وخت دے

ځکه چې ستا قانون مات شوے دے

۱۲۷ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه

د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته

۱۲۸او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه

او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه

پې

۱۲۹ستا شريعت ښکلے دے

نو ځکه زۀ په دې باندې عمل کومه

۱۳۰ستا د کلام تعليم نُور ورکوى

او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى

۱۳۱ستا د حُکمونو دومره تږے يمه

چې د حُکمونو ارمانى دې يمه

۱۳۲ما ته راشه او په ما رحم وکړه

څنګه چې تۀ تل د هغوئ سره مينه کوې، څوک چې ستا نوم سره مينه کوى

۱۳۳زما قدمونه ستا د کلام په لاره روان کړه

او هيڅ قسمه ګناه دې په ما حکومت نۀ کوى

۱۳۴ما ته د انسان د ظلم زور نه خلاصون راکړه

نو چې زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل وکړمه

۱۳۵خپل د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه

او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه

۱۳۶د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى

ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى

تصده

۱۳۷تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه

او ستا فېصلې د اِنصاف دى

۱۳۸کوم شريعت چې تا مقرر کړے دے هغه د صداقت نه ډک دے

او هغه بلکل باورى دے

۱۳۹زما غېرت ما سوزوى

ځکه چې زما دشمنانو ستا کلام هېر کړے دے

۱۴۰ستا کلام ډېر پاک دے

نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى

۱۴۱کۀ څۀ هم چې زۀ ورکوټے او حقير يمه

خو زۀ ستا تعليمات نۀ هېرومه

۱۴۲ستا صداقت ابدى دے

او ستا قانون رښتونے دے

۱۴۳غم او تکليف ما باندې راغلے دے

خو ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده

۱۴۴ستا اصُول تر ابده صحيح دى

ما له پوهه راکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه

قوف

۱۴۵د خپل ټول زړۀ سره تا ته سوال زارى کومه جواب راکړه مالِک خُدايه

زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه

۱۴۶زۀ تا ته سوال کومه ما بچ کړه

چې زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه

۱۴۷سحر سبا راپاڅمه او د مدد دپاره تا ته سوال زارى کومه

او زۀ ستا په کلام خپل اُميد تړمه

۱۴۸ټوله شپه زما سترګې کولاو وى

چې زۀ ستا په وعدو باندې غور وکړمه

۱۴۹د خپلې مينې په مطابق دې زما آواز واوره

د خپل رحم په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه

۱۵۰څوک چې بدې منصوبې جوړوى ما ته رانزدې دى

خو دوئ ستا د شريعت نه لرى دى

۱۵۱خو اوس تۀ رانزدې يې اے مالِکه خُدايه

او ستا حُکمونه ټول صحيح دى

۱۵۲ډېر د پخوا نه ما ستا د قانون نه زده کړى دى

چې تۀ هغه همېشه دپاره قائم ساتې

ريش

۱۵۳زما مصيبت ته وګوره او ما بچ کړه

ځکه چې ما ستا قانون هېر کړے نۀ دے

۱۵۴په عدالت کښې زما دفاع وکړه او آزاد مې کړه

او د خپلې وعدې په مطابق دې زما ژوند وساته

۱۵۵خلاصون د بدعملو نه لرې دے

ځکه چې هغوئ ستا د قانون لټون نۀ کوى

۱۵۶ستا رحم ډېر لوئ دے اے مالِکه خُدايه

او د خپل شريعت په مطابق دې زما ژوند بچ کړه

۱۵۷زما دشمنان ډېر دى څوک چې ما ازاروى

خو زۀ ستا د شريعت نه اوړېدلے نۀ يم

۱۵۸زۀ بې‌ايمانانو ته سپک ګورمه

ځکه چې دوئ ستا په کلام عمل نۀ کوى

۱۵۹او ګوره زۀ ستا د حُکمونو سره څومره مينه کومه

د خپلې ابدى مينې په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه

۱۶۰ستا ټول کلام رښتونے دے

او ستا ټول صادق کلام ابدى دے

ش

۱۶۱بادشاهان بې‌وجې ما ازاروى

خو زما زړۀ ستا په کلام د يرې نه درزيږى

۱۶۲زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه

لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه

۱۶۳زۀ دروغ بد ګڼم او ترې نه نفرت کومه

خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه

۱۶۴په ورځ کښې زۀ اووۀ ځله ستا ثناء وايمه

ځکه چې ستا ټول شريعت د اِنصاف دے

۱۶۵هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى

او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى

۱۶۶زۀ ستا د خلاصون په انتظار يم اے مالِکه خُدايه

او زۀ ستا په حُکمونو باندې عمل کومه

۱۶۷زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل کومه

ځکه چې زۀ ورسره ډېره مينه لرمه

۱۶۸زۀ ستا تعليماتو شريعت باندې عمل کومه

ځکه چې تۀ خبر يې زما د ټولو کارونو نه

تو

۱۶۹زما سوال زارى دې تا ته درورسيږى اے مالِکه خُدايه

د خپل کلام په مطابق دې ما له پوهه راکړه

۱۷۰زما خواستونه دې تا ته درورسيږى

د خپل کلام په مطابق دې ما له ژوند راکړه

۱۷۱زما په ژبه دې ستا ثناء صِفت وى

ځکه چې تا ما ته خپل قانون ښودلے دے

۱۷۲زما ژبه دې ستا د کلام سندرې ووائى

ځکه چې ستا ټول حُکمونه صادق دى

۱۷۳ستا لاس دې هر وخت زما د مدد دپاره تيار وى

ځکه چې ما ستا شريعت غوره کړے دے

۱۷۴ستا د خلاصون زۀ ارمانى يمه اے مالِکه خُدايه

او زۀ ستا په شريعت کښې خوشحاله يمه

۱۷۵ما ته ژوند راکړه ترڅو ستا ثناء صِفت وکړمه

او ستا قانون دې ما وساتى

۱۷۶زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بې‌لارې شوے يمه

خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه

ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.