يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - څلور اتيايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د ګتيت ساز په انداز کښې، د قورح د زامنو يو زبور

۱ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے،

اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،

۲روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے،

د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم.

زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.

۳چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے،

طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده،

ستا د قربان‌ګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى

اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه،

۴بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى،

دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى.

۵بختور دى هغوئ د چا طاقت چې په تا کښې دے،

چا چې خپل زړونه د يروشلم سفر پورې تړلى دى،

۶کله چې دوئ د بکا وادۍ نه تېريږى،

دوئ ترې نه د چينو وادۍ جوړوى.

د منې بارانونه په کښې د اوبو تالابونه جوړوى.

۷د دوئ طاقت به په سفر کولو سره نور هم زيات شى،

تر دې چې په صيون کښې د خُدائ پاک په وړاندې ودريږى.

۸اے مالِکه ربُ الافواج خُدايه، سوال مې واوره،

اے د يعقوب پاکه خُدايه، ما ته غوږ شه.

۹زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته،

خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه.

۱۰ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده

په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه.

زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم

نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.

۱۱خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے.

ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى،

هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى

د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى.

۱۲اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه،

بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.