يوسفزئ
تاریخى

د حضرت عزرا کِتاب - لسم باب

د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو ختمول

۱کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل. ۲د عيلام قبيلې د يحى‌ايل زوئ سکانياه عزرا ته ووئيل، ”د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کولو په وجه مونږ د خُدائ پاک سره بې‌وفائى کړې ده، خو بيا هم د اِسرائيل دپاره اُميد شته، ۳نو چې اوس مونږ د خپل خُدائ پاک سره دا لوظ وکړُو چې مونږ به دا ښځې طلاقې کړُو او سره د ماشومانو به يې وشړُو. مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ او هغه نور کسان مشوره راکړئ چې کوم د خُدائ پاک د حُکمونو درناوے کوى. چې د خُدائ پاک قانون څۀ مطالبه کوى نو مونږ به هم هغه شان کوُو. ۴اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“ ۵عزرا پاڅېدو او د اِمامانو د مشرانو، ليويانو او د ټولو بنى اِسرائيلو نه يې دا قسم واخستو چې هغوئ به د سکانياه په مشوره باندې عمل کوى. نو داسې هغوئ قسم وکړو. ۶بيا هغه د خُدائ پاک د کور د مخې نه لاړو او د اِلياسب زوئ يهوحنان کوټې ته ورننوتلو، هلته يې شپه تېره کړه او د جلاوطنۍ خلقو په بې‌وفايۍ يې خفګان کولو، او په دې وجه يې خوراک څښاک نۀ کولو. ۷ټول يروشلم او يهوداه ته يو پېغام ولېږلے شو چې هغه ټول خلق دې په يروشلم کښې راغونډ شى چې کوم د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى، ۸دا د خلقو د مشرانو حُکم وو. کۀ څوک په درېو ورځو کښې رانۀ غلو، نو د هغۀ ټول جائيداد به ضبط کړے شى او نور به دا حق نۀ لرى چې هغه د جلاوطنو د قبيلې نه وګڼلے شى. ۹په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو. ۱۰عزرا اِمام ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو بې‌وفا وئ او د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو په وجه مو بنى اِسرائيليان ګناهګار کړى دى. ۱۱نو اوس مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او هغه کار کوئ چې هغه پرې رضا کيږى. د پردى مُلک د هغه خلقو نه خپل ځانونه جدا کړئ چې کوم زمونږ په مُلک کښې اوسيږى او د غېرو قومونو د ښځو نه ځان خلاص کړئ.“ ۱۲نو ټولې ګڼې په جواب کښې چغه کړه، ”تۀ صحيح خبره کوې او چې څۀ وائې نو مونږ به هغه هر څۀ وکړُو.“ ۱۳خو هغوئ دا هم ووئيل، ”ګڼه ډېره لويه ده او دا د باران موسم دے. مونږ دلته په داسې کولاو ځائ کښې نۀ شُو ودرېدے. دا داسې کار نۀ دے چې په يو دوو ورځو کښې وشى، ځکه چې په دې ګناه کښې زمونږ ډېر کسان شامل دى. ۱۴زمونږ آفسران دې زمونږ ټولو په ځائ کار وکړى. بيا هغه هر يو دې چې د غېر قوم ښځه لرى هغه دې په يو مقرر وخت باندې د مشرانو او د خپل ښار د قاضيانو سره راشى. نو د دې معاملې په حقله به د خُدائ پاک قهر سوړ شى.“ ۱۵صرف د عساهيل زوئ يونتن، د تِقوه زوئ يحزياه د دې منصوبې مخالفت وکړو، مسلام او يو ليوى سبتى ورسره په دې کښې ملګرى وُو. ۱۶د جلاوطنۍ نه راواپس شوو کسانو دا منصوبه منظوره کړه، نو عزرا اِمام د ډلو د مشرانو نه سړى مقرر کړل او د هغوئ نومونه يې وليکل. د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغوئ تفتيش شروع کړو، ۱۷او په ورپسې درېو مياشتو کښې هغوئ د هغه ټولو معامِلو معلومات وکړو چې کومو سړو د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کړى وُو.

هغه سړى چې د غېرو قومونو ښځې يې وادۀ کړې وې

۱۸دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه. ۱۹هغوئ دا قسم وکړو چې خپلو ښځو له به طلاق ورکړى او د خپلو د ګناه د تاوان د نذرانو دپاره يې د يو يو ګډ نذرانه پېش کړه. ۲۰د اِمير ډله: حنانى او زبدياه، ۲۱د حارِم ډله: معسياه، الياس، سمعياه، يحى‌ايل او عُزياه، ۲۲د فشحور ډله: اليوعينى، معسياه، اِسمٰعيل، نتنى‌ايل، يوزبد او اِلعاسه، ۲۳ليويان: يوزبد، سِمعى، قلاياه (چې قليتاه هم بللے شو)، فتحياه، يهوداه او اِلى‌عزر، ۲۴موسيقاران: اِلياسب، د خُدائ پاک د کور څوکيداران: سلوم، طلم او اورى، ۲۵نور کسان: د پرعوس ډله: رمياه، يزياه، مُلکياه، ميامين، اِلى‌عزر، مُلکياه او بناياه. ۲۶د عيلام ډله: متنياه، زکرياه، يحى‌ايل، عبدى، يريموت او الياس، ۲۷د زتُو ډله: اليوعينى، اِلياسب، متنياه، يريموت، زاباد او عزيزا، ۲۸د ببى ډله: يهوحنان، حننياه، زبى، عتلى، ۲۹د بانى ډله: مسلام، ملوک، عداياه، يسوب، سيال او يريموت، ۳۰د پخت موآب ډله: عدنا، کُلال، بناياه، معسياه، متنياه، بضلى‌اېل، بِنوئى او منسى، ۳۱‏-۳۲د حارِم ډله: اِلى‌عزر، يسياه، مُلکياه، سمعياه، شمعون، بنيامين، ملوک او سمرياه، ۳۳د حاشوم ډله: متنى، متتاه، زاباد، اليفلط، يريمى، منسى او سِمعى. ۳۴‏-۳۷د بانى ډله: معدى، عُمرام، اُواېل، بناياه، بدياه، کلوه، ونياه، مريموت، اِلياسب، متنياه، متنى او يعسو، ۳۸‏-۴۲د بِنوئى ډله: سِمعى، شلمياه، ناتن، عداياه، مکندبى، ساسى، شارۍ، عزراېل، شلمياه، سمرياه، سلوم، امرياه او يوسف، ۴۳د نبو ډله: يعى‌ايل، متتياه، زاباد، زبينا، يدى، يوايل او بناياه. ۴۴دې هر يو سړى د غېرو قومونو ښځې لرلې او د څۀ سړو د دې ښځو نه بچى هم پېدا شوى وُو.