يوسفزئ
تاریخى

اعمال د رسولانو - پينځويشتم باب

د پولوس رسول قيصر ته اپيل

۱قيصريه صوبې ته د رسېدو نه درې ورځې پس فِستوس ګورنر يروشلم ته لاړو. ۲هلته ورته مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو د پولوس خلاف مقدمه پېش کړه. ۳او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو. ۴فِستوس په جواب کښې ووئيل چې، ”پولوس په قيصريه کښې قېدخانه کښې دے، او زۀ په خپله هلته زر ورروان يم. ۵نو ستاسو څۀ مشران دې راسره لاړ شى او کۀ د هغۀ خلاف څۀ غلطى ثابته شى نو دعوىٰ دې پرې وکړى.“ ۶هغه هغوئ سره د لس اتۀ ورځو نه زيات پاتې نۀ شو، بيا هغه قيصريه ته لاړو او په بله ورځ په عدالت کښې په خپله کُرسۍ کښېناستو او د پولوس د حاضرولو حکم يې وکړو. ۷کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول. ۸خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“ ۹خو فِستوس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره د پولوس نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ يروشلم ته تلل غواړې چې هلته په دې مقدمه کښې زما په وړاندې پېش شې؟“ ۱۰خو پولوس ووئيل چې، ”نه، زۀ د قيصر په عدالت کښې ولاړ يم او زما مقدمه دې هم دلته پېش کړے شى. او تا ته دا ښۀ پته ده چې ما خو د يهوديانو خلاف هيڅ جرم نۀ دے کړے. ۱۱کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“ ۱۲بيا فِستوس د خپلو مشرانو سره د مشورې نه پس پولوس ته جواب ورکړو چې، ”تا قيصر ته اپيل کړے دے، نو تۀ به قيصر ته لاړ شې.“

د فِستوس د اګريپا بادشاه سره مشوره کول

۱۳د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى. ۱۴هغوئ هلته ډيرې ورځې پاتې شول نو فِستوس د پولوس مقدمه بادشاه ته وړاندې کړه او وې وئيل چې، ”مونږ سره يو سړے دے چې فِليکس په قېدخانه کښې پرېښے دے. ۱۵کله چې زۀ په يروشلم کښې وم نو مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو ما ته د هغۀ په حقله اِطلاع راکړه او د هغۀ خلاف يې د سزا د حکم کولو سوال وکړو. ۱۶ما هغوئ ته جواب ورکړو چې دا د روميانو دستور نۀ دے چې مجرم د هغۀ مدعيانو ته وسپارى ترڅو چې مجرم ته د مدعيانو په مخامخ د صفائى پېش کولو موقع ورنۀ کړى. ۱۷نو کله چې هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما وخت ضائع نۀ کړو او په بله ورځ په عدالت کښې کښېناستم او د هغه سړى د حاضرېدو حکم مې وکړو. ۱۸کله چې د هغۀ مخالفين خبرو ته پاڅېدل نو هغوئ داسې اِلزام پېش کړو چې زما په خيال خاطر کښې ترې نه طمع هم نۀ وه. ۱۹خو د هغې په ځائ هغوئ خپل دينى بحث شروع کړو او د دوئ اختلاف په دې خبره وو چې يو مړ کس دے چې نوم يې عيسىٰ دے، خو د پولوس وينا دا ده چې هغه مړ نۀ دے، ژوندے دے. ۲۰خو کله چې زۀ د دې مسئلې په حل پوهه نۀ شوم نو ما ورته دا ووئيل چې کۀ تۀ غواړې چې يروشلم ته لاړ شې او هلته ستا مقدمه پېش کړے شى. ۲۱خو پولوس اپيل وکړو چې هغه دې د قيصر د فېصلې دپاره دلته وساتلے شى، نو ما حکم وکړو چې تر هغې دې هغه دلته وساتلے شى ترڅو چې يې زۀ قيصر ته ولېږم.“ ۲۲بيا اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”زۀ د دې سړى خبرې په خپله اورېدل غواړم،“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”سبا به تۀ د هغۀ خبرې واورې.“ ۲۳نو په بله ورځ اګريپا او بِرنيکى په شان او شوکت سره عام دربار ته راننوتل چې ورسره لوئ آفسران او د ښار خاص مشران وُو. بيا فِستوس د هغۀ د پېشۍ حکم وکړو او پولوس دننه حاضر کړے شو. ۲۴بيا فِستوس ووئيل چې، ”اے اګريپا بادشاه او مونږ سره موجودو ټولو حاضرينو، تاسو دا سړے وينئ د چا په حقله چې ټولو يهوديانو دلته او په يروشلم کښې ما ته خواست کړے دے او دا چغې يې وهلې چې دے نور د ژوندى پاتې کېدو قابل نۀ دے. ۲۵خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه. ۲۶خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم. ۲۷ځکه چې ما ته دا نامناسب ښکارى چې د يو قېدى خلاف څۀ ښکاره جرم نۀ وى او هغه بادشاه ته ولېږلے شى.“