يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - شپږ څلوېښتم باب

د حضرت يعقوب د خاندان مِصر ته تلل

۱يعقوب د خپل هر څۀ سره په خپل سفر روان شو او بيرسبع ته راغلو. هلته يې د خپل پلار اِسحاق خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړې. ۲د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ حاضر يم.“ ۳ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم. ۴زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“ ۵نو يعقوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى او خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کومې چې فِرعون رالېږلې وې. ۶هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو، ۷خپل زامن، نمسى، خپلې لوڼه او نمسۍ. ۸دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو ۹او د روبين زامن، حنوک، فلو، حصرون او کرمى. ۱۰شمعون او د هغۀ زامن، يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ. ۱۱ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى. ۱۲يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو. ۱۳يساکار او د هغۀ زامن، تولع، فُوه، يوب او سِمرون. ۱۴زبولون او د هغۀ زامن، سرد، اېلون او يحلى‌اېل. ۱۵دا د يعقوب هغه زامن دى کوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو. ۱۶جاد او د هغۀ زامن، صفيان، حجى، سونى، اصبان، عيرى، ارودى او اريلى. ۱۷آشر او د هغۀ زامن، يمنه، اِسواه، اِسوى، بريعاه او د هغوئ خور سِره. د بريعاه زامن حِبر او مُلکى‌اېل وُو. ۱۸دا شپاړس تنه، د زِلفه نه د يعقوب اولاد دے، هغه وينځه کومه چې لابن خپلې لور لِياه له ورکړې وه. ۱۹د يعقوب د ښځې راحيل نه د يعقوب دوه زامن پېدا شول، يوسف او بنيامين. ۲۰په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول. ۲۱د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مفيم، حُفيم او ارد وُو. ۲۲دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقوب اولاد دے. ۲۳دان او د هغۀ زوئ حشيم. ۲۴نفتالى او د هغۀ زامن، يحزى‌ايل، جونى، يصر او سليم. ۲۵دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه. ۲۶په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى. ۲۷د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.

حضرت يعقوب او د هغۀ خاندان په مِصر کښې

۲۸يعقوب يهوداه د ځان نه مخکښې يوسف ته ولېږلو چې د جشن په علاقه کښې د يعقوب سره مِلاو شى. چې کله هغوئ د جشن علاقې ته ورسېدل، ۲۹نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل. ۳۰يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”چې تۀ ژوندے يې او زما تا سره ملاقات وشو، نو کۀ اوس مړ شم نو خېر دے.“ ۳۱بيا يوسف خپلو وروڼو او د خپل پلار د خاندان باقى نورو کسانو ته وفرمائيل، ”زۀ ځم چې فِرعون ته ووايم چې زما وروڼه او زما د پلار مکمل خاندان، چې د کنعان په مُلک کښې وُو، ما له راغلى دى. ۳۲زۀ به هغۀ ته ووايم چې تاسو شپانۀ يئ او څاروى ساتئ او تاسو خپلې رَمې او څاروى او چې تاسو څۀ هم لرل هغه تاسو راوړى دى. ۳۳چې کله فِرعون تاسو راوغواړى او تپوس درنه کوى چې ستاسو کسب څۀ دے، ۳۴نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.