يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - نولسم باب

د خُدائ پاک مِصريانو له سزا ورکول

۱دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى. ۲مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى. ۳مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى. ۴زۀ به مِصر يو ظالم مالِک ته حواله کړم، يو طاقتور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“ ۵د نيل په درياب کښې به اوبۀ کمې شى او درياب به مکمل اوچ شى. ۶کله چې د درياب نِهرونه په کمېدو شى او اوچيږى نو د دې نه به خراب بوئ ځى. لوخې او جاړې به اوچې شى، ۷او د نيل درياب په غاړه چې څومره بوټى دى هغه به اوچ شى. او د درياب سره نزدې ټول کَرلے شوى پټى به اوچ شى او په هوا کښې به والوځى. ۸ماهيګر به فرياد کوى او ژاړى به، د کُنډو او د جالونو والا به غمژن وى. ۹جولاګان او څوک چې د لټې جامې جوړوى به نااُميده وى. ۱۰د کپړې جوړوونکى به سخت مايُوسه وى، او ټول کاريګر به پرېشانه وى. ۱۱د ضُعن ښار مشران کم عقل دى. د مِصر د بادشاه ښۀ هوښيار مشيران کم عقلې مشورې ورکوى. چې تاسو دا جرأت څنګه کولے شئ چې فِرعون بادشاه ته ووايئ چې، ”مونږ عالمانو شاګردان او د پخوانو بادشاهانو اولاد وُو.“ ۱۲اے د مِصر بادشاه، ستا هغه هوښيار مشيران چرته دى؟ هغوئ دې معلوم کړى او تا ته دې ووائى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د مِصر دپاره څۀ منصوبې لرى. ۱۳د ضُعن مشران کم عقل دى او د ميمفِس مشرانو دوکه خوړلې ده. دغه مشرانو مِصر بې‌لارې کړے دے. ۱۴مالِک خُدائ هغوئ کم عقل کړى دى، نو د هغوئ ټولې مشورې غلطې دى. هغوئ مِصر داسې ګډ وډ کړے دے لکه چې يو شرابى په نشه کښې په خپلو اولټو کښې ښوئيږى. ۱۵او مِصر به هيڅ هم نۀ شى کولے، کۀ مشر وى او کۀ کشر، کۀ لوئ وى او کۀ وړوکے.

د مِصريانو د مالِک خُدائ عبادت کول

۱۶په هغه ورځ به مِصريان د ښځو په شان کمزورى وى. چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت کړى نو هغوئ به د يرې نه ولړزيږى. ۱۷او د يهوداه مُلک په وجه به په مِصريانو باندې يره راشى، هر چا ته چې د يهوداه نوم واخستلے شى نو هغه به ويريږى، دا د هغه منصوبې په وجه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خِلاف تياره کړې ده. ۱۸په هغه وخت کښې به د مِصر په پينځو ښارونو کښې عبرانى ژبه وئيلے شى. د هغه ځائ خلق به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په نوم د وفادارۍ قسمونه کوى. په هغه ښارونو کښې به د يو ښار نوم ”د نمر ښار“ وى. ۱۹په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى. ۲۰دا به په مِصر کښې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د موجودګۍ نښې وى. کله چې هلته د خلقو سره ظلم زياتے کيږى او د مدد دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړى، نو هغه به د هغوئ د بچ کولو دپاره خلاصونکے ورلېږى. ۲۱مالِک خُدائ به د مِصر خلقو ته خپل ځان څرګند کړى او هغوئ به يې قبول کړى او د هغۀ عبادت به کوى او هغۀ ته به قربانۍ او نذرانې پېش کوى. هغوئ به د هغۀ سره پاخۀ لوظونه وکړى او خپلې وعدې به ورسره پوره کوى. ۲۲مالِک خُدائ به مِصريانو له سزا ورکړى، خو هغه به يې بيا روغ کړى. هغوئ به هغۀ ته راوګرځى او هغه به د هغوئ سوال قبول کړى او هغوئ به روغ کړى. ۲۳په هغه وخت کښې به د مِصر او اسور په مينځ کښې يوه لويه لار وى. او د دواړو مُلکونو خلق به د يو بل مُلک ته ځى راځى او د مِصر او اسور قومونه به په يو ځائ عبادت کوى. ۲۴په هغه وخت کښې به بنى اِسرائيل د مِصر او اسور سره ملګرے شى او دا درې واړه قومونه به د ټولې دُنيا دپاره د برکت سبب جوړ شى. ۲۵مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“