يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - پينځلسم باب

د حضرت عيسىٰ مسيح بيا ژوندى کېدل

۱نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ. ۲او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو. ۳ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو، ۴او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو. ۵او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو. ۶بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى. ۷بيا هغه يعقوب ته ښکاره شو او د دې نه پس ټولو رسولانو ته. ۸د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بې‌مودې پېدا شوے يم. ۹زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو. ۱۰خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے. ۱۱نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د اول نه ايمان دے.

د مړو بيا ژوندى کېدل

۱۲نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟ ۱۳کۀ د مړو بيا ژوندى کېدل نۀ وے نو بيا خو مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے. ۱۴او کۀ مسيح بيا نۀ وى راژوندے شوے نو بيا زمونږ پېغام عبث دے او ستاسو ايمان هم بې‌فائدې دے. ۱۵بلکې مونږ د خُدائ پاک دروغژن ګواهان شو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک په حقله دا ګواهى ورکړې وه چې هغۀ مسيح راژوندے کړو. کۀ چرې مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو بيا هغه يې هم نۀ دے ژوندے کړے. ۱۶ځکه چې کۀ مړى نۀ راژوندى کيږى نو بيا مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے. ۱۷او کۀ چرې مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان عبث دے او تاسو اوس هم په خپلو زړو ګناهونو کښې راګېر يئ. ۱۸او بيا دا هم هغوئ څوک چې په مسيح کښې مړۀ شوى دى هغوئ هم هلاک شوى دى. ۱۹کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو. ۲۰خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے. ۲۱لکه څنګه چې د يو انسان په سبب په دُنيا مرګ راغلو نو داسې د يو انسان په سبب د مړو نه بيا راژوندى کېدل راغلل. ۲۲او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى. ۲۳خو د راژوندى کېدو خپل ترتيب دے، اول مسيح راژوندے شوے دے، او چې کله مسيح بيا راشى نو د هغۀ خلق به هم راژوندى شى. ۲۴بيا به آخرت راشى. کله چې مسيح ټول حکمرانان، ټول اختيارونه او قدرتونه تباه کړى نو د هغې نه پس به هغه بادشاهى خُدائ پلار ته حواله کړى. ۲۵ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى. ۲۶آخرى دشمن کوم چې به نيست او نابود کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چې ”خُدائ پاک هغۀ ته په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.“ نو چې کله کِتابِ مقدس داسې فرمائى، چې هغۀ په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے، نو مطلب دا نۀ دے چې په خُدائ پاک يې هم اختيار دے، چا چې خپل اختيار مسيح ته ورکړے دے. ۲۸کله چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې شول نو زوئ به په خپله هم د خُدائ پاک د حکم لاندې شى چا چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې کړى دى نو هم دا خُدائ پاک به د ټولو مالِک وى. ۲۹نو کۀ چرې داسې وى نو بيا به هغه خلق څۀ کوى څوک چې د مړو دپاره بپتسمه اخلى؟ کۀ چرې مړى نۀ راژوندى کيږى، نو بيا ولې خلق د هغوئ دپاره بپتسمه اخلى؟ ۳۰او ولې مونږ هر وخت خپل ځان په خطره کښې اچوو؟ ۳۱زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم. ۳۲کۀ صرف د انسانى اُميد دپاره زۀ په اِفِسوس کښې د وحشتناکو ځناورو سره وجنګېدلم نو د دې نه ما ته څۀ فائده حاصله شوه؟ کۀ مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ کيږُو.“ ۳۳دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى. ۳۴په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.

راژوندے شوے بدن

۳۵خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“ ۳۶اے نادانه، کوم تخم چې تۀ کَرې نو ترڅو چې هغه مړ نۀ شى تر هغې نۀ ژوندے کيږى. ۳۷او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى. ۳۸خو خُدائ پاک دې ته يو وجود ورکوى چې هغۀ ورته منتخب کړے وى او هر قسم تخم ته هغه خپل خپل وجود ورکوى. ۳۹دغه شان غوښه هم يو شان نۀ وى بلکې د انسانانو غوښه يو قِسم وى او د څاروو بل او د مارغانو بل او د کبانو غوښه بل قِسم وى. ۴۰هم دغه شان آسمانى او زمکنى وجودونه هم شته، او د آسمانى وجود ښائست يو قسم او د زمکنى وجود بل شان وى. ۴۱هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى. ۴۲نو بيا د مړو راژوندى کېدل هم دغه شان وى، د فنا په حالت کښې ښخ کړے شى او په غېر فانى حالت کښې راژوندى کيږى. ۴۳د ذلالت په حالت کښې ښخيږى او د ښائست په حالت کښې راژوندى کيږى، دا په کمزورتيا کښې ښخ شى او په طاقت کښې راژوندى شى. ۴۴دا جسمانى وجود ښخ شى او روحانى وجود راژوندے شى. چې جسمانى وجود شته نو روحانى وجود هم شته. ۴۵هم دغه شان ليکلى دى، ”اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“ ۴۶اول جسمانى او بيا روحانى وجود پېدا کيږى يعنې وجود اول جسمانى، او بيا روحانى شى. ۴۷اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے. ۴۸او د زمکې خلق لکه د اول انسان په شان د خاورو دى، او آسمانى خلق لکه د هغه آسمانى انسان په شان دى. ۴۹او څنګه چې مونږ د دې زمکنى انسان په صورت جوړ شوى يُو دغه شان به د آسمانى انسان په صُورت کښې هم شُو. ۵۰زما وروڼو او خوېندو، زما مطلب دا دے چې دا جسمانى بدن د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارث کېدے نۀ شى، او نۀ فانى کېدونکى د غېر فانى کېدونکى وارث کېدے شى. ۵۱غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو، ۵۲او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو. ۵۳ځکه چې دا فانى کېدونکے بدن به ضرور غېر فانى لباس واچوى او دا ختمېدونکے بدن به د ابدى ژوندون لباس واچوى. ۵۴کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“ ۵۵”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“ ۵۶د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے. ۵۷خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى. ۵۸نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.