يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - يو کم دېرشم باب

د نوى کال د اختر نذرانې

۱د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى. ۲مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۳د اوړو صحيح نذرانه پېش کوئ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى يعنې درې کلو د سخى سره او دوه کلو د ګډ سره، ۴او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. ۵د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ نو په دې سره د خپل ځان کفاره ادا کوئ. ۶او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.

د کفارې د ورځې نذرانې

۷د اوومې مياشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ، هيڅ څيز به نۀ خورئ او نۀ به څۀ کار کوئ. ۸مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۹د غلې دانې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، درې کلو اوړۀ د سخى سره، دوه کلو د ګډ سره، ۱۰او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. ۱۱د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، د هغې نه علاوه کوم چېلے چې د کفارې دپاره پېش شوے وى او د هرې ورځې نذرانه د هغې د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره.

د جونګړو د اختر نذرانې

۱۲د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ. ۱۳په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۱۴د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې ورسره د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو اوړۀ د هر يو سخى سره، دوه کلو د هر يو ګډ سره، ۱۵او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. ۱۶د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ. ۱۷په دوېمه ورځ دولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۱۸‏-۱۹د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. ۲۰په درېمه ورځ يوولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۲۱‏-۲۲د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. ۲۳په څلورمه ورځ لس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۲۴‏-۲۵د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. ۲۶په پينځمه ورځ نهۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۲۷‏-۲۸د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. ۲۹په شپږمه ورځ اتۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۳۰‏-۳۱د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. ۳۲په اوومه ورځ اووۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى قربانى کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۳۳‏-۳۴د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. ۳۵په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار مۀ کوئ. ۳۶په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه يوه سوزېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى. ۳۷‏-۳۸د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى. ۳۹دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د څښلو نذرانې او د سلامتۍ نذرانې دپاره دى چې تاسو يې مالِک خُدائ ته په خپلو مقررو اخترونو کښې پېش کوئ. دا د هغه نذرانو نه علاوه دى چې تاسو يې د يوې منښتې د پوره کېدو د نذرانو يا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.“ ۴۰نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د څۀ حُکم کړے وو.