يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتم زبور

د سرود مشر دپاره: د رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د خُدائ پاک جلال

۱اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،

ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے،

پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.

۲تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے

خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.

۳زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم،

په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،

۴انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې،

نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟

۵تا د فرښتو نه لږ کم کړے دے

تا هم د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.

۶تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے،

تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.

۷کۀ ګډې کۀ رَمې د بيابان،

او کۀ دى ټول ځنګلى ځناوران.

۸کۀ مارغان دى په هوا کښې او کۀ کبان دى سمندر کښې،

يا نور داسې څيزونه چې ګرځيږى سمندر کښې.

۹اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،

ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے.