يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او شپږويشتم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل،

مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.

۲زمونږ خولې د خندا نه ډکې وې،

او زمونږ په ژبو چې د خوشحالۍ سندرې وې.

نو بيا دا د قومونو په مينځ کښې وئيلے کېدل،

چې، ”مالِک خُدائ د هغوئ دپاره لوئ کارونه کړى دى.“

۳مالِک خُدائ مونږ له لوئ کارونه کړى دى،

او مونږ ډېر خوشحاله شو.

۴مالِکه خُدايه زمونږ حالات دوباره په ځائ کړه،

لکه څنګه چې نِهرونه صحراګانې تازه کوى.

۵څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى،

نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى.

۶او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى،

او تخم د کَرلو دپاره وړى،

خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى،

کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.