يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - اوولسم باب

۱مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى. ۲کۀ تاسو واورئ چې ستاسو په يو ښار کښې څۀ سړو يا ښځو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده او د هغۀ سره کړے لوظ يې مات کړے دے ۳چې هغوئ د نورو معبودانو، د نمر، سپوږمۍ، يا د ستورو عبادت او خِدمت يې کړے وى او د مالِک خُدائ د حُکم مخالفت يې کړے وى، ۴نو کۀ داسې يو خبر واورئ، نو د هغې پوره پته ولګوئ. کۀ دا رښتيا وى چې په بنى اِسرائيلو کښې داسې ګنده کار شوے وى، ۵نو هغه کس د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ. ۶په هغه وخت کښې به هغه وژلے شى چې دوه يا د دوو نه زيات ګواهان د هغۀ خِلاف ګواهى ورکړى، خو کۀ صِرف يو ګواه وى نو هغه به نۀ شى وژلے. ۷وړومبى کاڼى به ګواهان ورولى او بيا به يې باقى نور خلق سنګسار کړى، چې ستاسو نه دا بدى لرې شى. ۸کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى، ۹او خپله لانجه د ليوى قبيلې اِمامانو ته او په هغه وخت کښې چې کوم قاضى حاضر وى هغوئ ته يې پېش کړئ، نو هغوئ پرېږدئ چې هغه لانجه فېصله کړى. ۱۰هغوئ به خپله فېصله وکړى او چې هغوئ تاسو ته څنګه وائى نو تاسو به هم هغه شان کوئ. ۱۱د هغوئ فېصله ومنئ او چې د کوم قانون پوره وضاحت درته وکړى نو په هغې عمل وکړئ. ۱۲هر څوک چې دا جرأت وکړى او چې د قاضى يا د اِمام دا فېصله ونۀ منى نو هغه دې خامخا ووژلے شى، چې د بنى اِسرائيلو نه دا ګنده کار ختم شى. ۱۳نو هر څوک چې د دې نه خبر شى نو وبه يريږى او د عدالت فېصلې به منى.

د بادشاه په حقله اصُول

۱۴کله چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو هلته اوسېږئ، نو تاسو به ووايئ چې ستاسو نه ګېرچاپېره قومونو په شان تاسو ته هم د يو بادشاه ضرورت دے. ۱۵ګورئ، کوم سړے چې د بادشاهۍ دپاره تاسو غوره کوئ نو چې هغه مالِک خُدائ هم غوره کړے وى. نو په کار دے چې هغه ستاسو د خپل قوم نه وى، يو مسافر خپل بادشاه مۀ جوړَوئ. ۱۶هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى. ۱۷د بادشاه دې ډېرې ښځې نۀ وى، ځکه چې دا به هغه د مالِک خُدائ نه واړوى، او هغه دې خپل ځان په سپينو زرو يا سرو زرو نۀ مالداره کوى. ۱۸کله چې هغه د بادشاهۍ په تخت کښېنى، نو هغه به د خپل ځان دپاره د دې قانون يو نقل وليکى، دا کار به د ليوى قبيلې د اِمامانو په وړاندې کيږى. ۱۹هغه به دا کِتاب د ځان سره نزدې ساتى او ټول عُمر به يې وائى، چې د مالِک خُدائ نه يرېدل زده کړى او په وفادارۍ سره به په هغه هر څۀ باندې عمل کوى چې په دې کِتاب کښې يې حُکم راغلے دے. ۲۰نو هغه به خپل ځان د خپلو خلقو نه اوچت نۀ ګڼى او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى به نۀ کوى. نو هغه به ډېر وخت پورې حکومت وکړى او د هغۀ اولاد به ډېره موده په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى وکړى.