يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - شپږ اويايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د رباب د تارونو سره، د حضرت آسف يو زبور، يو حمد

۱خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے،

د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.

۲د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده،

او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.

۳هلته هغۀ د اور غشى مات کړل،

ډالونه او تُورې او وسله يې د جنګ مات کړل.

۴تۀ نُور او جلال لرې،

د اوچتو غرونو نه زيات شان او شوکت لرې.

۵د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول.

يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.

۶ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه،

آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.

۷صرف ستا نه يرېدل په کار دى،

کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟

۸کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه.

نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه

۹اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د عدالت دپاره ودرېږې،

چې د دُنيا ټول مظلومان بچ کړى.

۱۰ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى،

او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.

۱۱مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ،

هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى،

او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،

۱۲هغه حاکمان عاجزان کوى،

او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى.