يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - څليريشتم باب

۱نو بلعام ته دا پته ولګېده چې د مالِک خُدائ رضا دا وه چې بنى اِسرائيلو له برکت ورکړى، نو هغه فال کتلو له لا نۀ ړو، لکه چې مخکښې تلے وو. هغه د صحرا په طرف روان شو ۲او اِسرائيليان يې وليدل چې قبيله په قبيله يې خېمې لګولې وې. نو د خُدائ پاک روح په هغۀ باندې راغلو، ۳او هغۀ دا پېغام ورکړو، ”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام، او د دې سړى خبرې رښتونى دى، ۴د خُدائ پاک خبرې څوک اورى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا يعنې په وېښه خوب وليدو. ۵د بنى اِسرائيلو خېمې ښائسته دى، ۶د کجورو اوږدو قطارونو په شان يا د سيند د غاړې د باغونو په شان، د مالِک خُدائ کَرلى عُود په شان يا د اوبو په غاړه د دِيار په شان. ۷دا به په اوبو مَړې شى او د هغوئ اولاد به لکه د زياتو اوبو په شان وى. د هغوئ بادشاه به د اجاج نه لوئ وى، او د هغۀ بادشاهى به اوچته وى. ۸خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل، په هغوئ کښې د ځنګلى غوَيى په شان طاقت شته، هغوئ خپل دشمنان تباه کوى، د هغوئ هډُوکى ماتوى او په غشو باندې يې وولى. ۹دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے، کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولے چې پايې‌څوى. څوک چې بنى اِسرائيلو دپاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتى شى، او څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتى شى.“ ۱۰بلق د غصې نه غاښونه وچيچل او بلعام ته يې ووئيل، ”ما تۀ د دې دپاره راغوښتلے يې چې زما په دشمنانو باندې لعنت ووائې، خو ګوره، د لعنت په ځائ تا د هغوئ دپاره درې ځلې برکت غوښتلے دے. ۱۱نو ورک شه او خپل کور ته لاړ شه. زما خيال دا وو چې اِنعام به درکړم، خو مالِک خُدائ دا اِنعام ستا په قسمت کښې نۀ دے ليکلے.“ ۱۲بلعام ورته په جواب کښې ووئيل، ”کوم پېغام وړُونکى چې تا ما ته رالېږلى وُو ما هغوئ ته ووئيل چې ۱۳کۀ تۀ ما له ستا په محل کښې ټول سرۀ زر او سپين زر هم راکړې، نو زۀ د ځان نه څۀ ښۀ يا بد نۀ شم کولے، څۀ چې ما ته مالِک خُدائ فرمائى نو زۀ به صِرف هغه کوم، زۀ د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى نۀ شم کولے.“

د بلعام آخرى پېغام

۱۴بلعام بلق ته ووئيل، ”اوس زۀ واپس خپلو خلقو له ځم، خو د تلو نه مخکښې زۀ تا له خبر درکوم چې په راتلونکى وخت کښې به اِسرائيليان ستا د خلقو سره څۀ کوى.“ ۱۵بيا هغۀ دا پېغام ورکړو، ”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام، او د دې سړى خبرې رښتونى دى، ۱۶څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى او هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالىٰ نه راځى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا وليده. ۱۷زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى. ۱۸هغه به په ادوم کښې په خپلو دشمنانو بريالے شى او د هغوئ مُلک به قبضه کړى، او اِسرائيليان به مسلسل بريالى کيږى. ۱۹اِسرائيليان به هغوئ د پښو لاندې کړى او په ښار کښې چې څوک ژوندى پاتې وى نو هغه به تباه کړى.“ ۲۰بيا بلعام په خپله رويا کښې عماليقيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”عماليقيان د ټولو نه زيات تکړه قوم دے، خو په آخر کښې به د همېشه دپاره ورک شى.“ ۲۱هغۀ په خپل خيال کښې قينيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”ستاسو د اوسېدو ځائ ډېر پوخ دے، داسې پوخ لکه چې د يو کور بنياد چې په کاڼو اېښودے شوے وى، ۲۲خو تاسو قينيان به تباه شئ کله چې اسوريان تاسو قېديان بوځى.“ ۲۳بلعام دا پېغام ورکړو، ”هغه څوک بچ کولے شى چې خُدائ پاک يې تباه کوى؟ ۲۴سمندرى جهازُونه به د قبرص نه راشى، هغوئ به اسور او عِبر فتح کړى، خو په آخر کښې به قبرص هم تباه شى.“ ۲۵بيا بلعام روان شو او واپس کور ته لاړو او بلق هم په خپله مخه لاړو.