يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - نهم باب

حضرت هارون قربانۍ پېش کول

۱د مقررولو د رسمونو نه پس په اتمه ورځ، هارون، د هغۀ زامن او د بنى اِسرائيلو مشران موسىٰ راوغوښتل. ۲هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې دپاره دے او ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره دے. ۳بيا اِسرائيلو ته ووايه چې د ګناه د نذرانې دپاره يو چېلے، د يو کال سخے او د يو کال ګډُورے بوځى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، دا به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى، ۴او يو غوَيے او يو ګډ به د سلامتۍ د نذرانې دپاره وى. هغوئ به دا مالِک خُدائ ته قربانى کړى، د غلې نذرانه به هم وى چې تېل ورسره ګډ وى. هغوئ به خامخا داسې کوى ځکه چې مالِک خُدائ به نن هغوئ ته څرګنديږى.“ ۵هغوئ هر څۀ د مقدسې خېمې مخې ته راوړل چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو او د مالِک خُدائ د عبادت دپاره ټول قوم هلته راغونډ شو. ۶موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے چې دا هر څۀ وکړئ، نو چې د هغۀ د حضور جلال تاسو ته ښکاره شى.“ ۷بيا هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”قربان‌ګاه ته لاړ شه او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه پېش کړه چې ستا او د خلقو دپاره کفاره ادا شى. د خلقو دپاره نذرانه پېش کړه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“ ۸هارون قربان‌ګاه ته لاړو او د خپل ځان دپاره يې يو سخے د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړو. ۹د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربان‌ګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه. ۱۰بيا هغۀ د ګناه د نذرانې نه وازګه، پښتورګى او د اينې ښۀ حِصه په قربان‌ګاه باندې وسوزول، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو. ۱۱خو هغۀ غوښه او څرمن د کېمپ نه بهر وسوزوله. ۱۲هغه ځناور يې حلال کړو کوم چې د هغۀ د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره وو. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه، نو هغۀ د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله. ۱۳بيا هغوئ هغۀ له د سوزېدونکې نذرانې يوه يوه حِصه سره د سر ورکړه او هغۀ دا په قربان‌ګاه باندې وسوزول. ۱۴بيا هغۀ دنننى اندامونه او پتُونان ووينځل او په قربان‌ګاه باندې يې د پاتې شوې سوزېدونکې نذرانې دپاسه وسوزول. ۱۵د هغې نه پس، هغۀ د خلقو نذرانې پېش کړې. چېلے يې بوتلو کوم چې د خلقو د ګناه دپاره پېش کولے شو، حلال او پېش يې کړو، هم هغه شان چې څنګه يې د خپلې ګناه دپاره پېش کړے وو. ۱۶هغۀ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور هم راوستلو او د اصُولو په مطابق يې پېش کړو. ۱۷هغۀ د غلې نذرانه پېش کړه، هغۀ يو موټے اوړۀ واخستل او په قربان‌ګاه باندې يې وسوزول. دا د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې نه علاوه وه. ۱۸هغۀ غوَيے او ګډ د خلقو دپاره د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه او هغۀ د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې واچوله. ۱۹هارون د غوَيى او ګډ د وازګې والا حِصې واخستلې، ۲۰د هغه ځناورو په سينو يې دپاسه کېښودلې او هر څۀ يې قربان‌ګاه ته راوړل. هغۀ وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوله ۲۱او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو. ۲۲چې کله هارون ټولې قربانۍ ختمې کړې، هغۀ خپل لاسونه د خلقو طرف ته اوږدۀ کړل او د هغوئ دپاره يې برکت وغوښتو او بيا راکوز شو. ۲۳موسىٰ او هارون د مالِک خُدائ مقدسې خېمې ته دننه لاړل او چې راووتل، نو د خلقو دپاره يې برکت وغوښتلو او د مالِک خُدائ جلال ټولو خلقو ته څرګند شو. ۲۴ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربان‌ګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.