يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - نهه پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې ساؤل فوجيان د داؤد کور ته ورولېږل چې هغه مړ کړى. چې ”مۀ تباه کوئ“ د ساز په حقله ووئيلے شو

د حفاظت دپاره دُعا

۱ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه،

څوک چې زما خلاف حملې کوى ما د هغوئ نه بچ کړه.

۲ما د بدکارانو نه بچ کړه،

ما د قاتلانو نه آزاد کړه.

۳زما د وژلو دپاره پټ ناست دى،

او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى،

کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.

۴چا سره مې هم بد نۀ دى کړى خو بيا هم ځان د حملې دپاره تياروى.

راپاڅه او حال مې ګوره چې څۀ وشول او مدد دپاره راشه.

۵اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه،

راپاڅه او ټولو قومونو له سزا ورکړه،

دې بدکارو غدارانو باندې هيڅ رحم مۀ کوه.

۶هغوئ هر ماښام لکه د کوڅه ډب سپو په شان راوځى،

کله چې د ښار په لارو کوڅو کښې ګشت کوى نو غپيږى.

۷وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى،

د دوئ ‎ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى،

دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“

۸خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، هغوئ پورې خندا کوې،

تۀ په دوئ ټولو غېر قومونو پورې مسخرې کوې.

۹پاکه خُدايه تۀ زما زور يې، زما سترګې تا ته دى،

خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.

۱۰زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى،

او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.

۱۱خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله،

ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى.

په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه

او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،

۱۲د خپلې خولې او د شونډو د ګناه په وجه چې کومه کوى،

په هم هغه ښيرو او دروغو او کبر کښې دې په خپله راګېر شى.

۱۳په خپل قهر سره دې دوئ تباه کړه،

چې يو هم پاتې نۀ شى بلکل يې جارُو کړه.

نو ټوله دُنيا په دې خبر کړه،

چې خُدائ په بنى اِسرائيلو حکومت کوى.

۱۴زما دشمنان هر ماښام لکه د کوڅه ډب سپو راواپس کيږى،

کله چې د ښار په لارو کوڅو کښې ګشت کوى نو غپيږى.

۱۵ګرځى لکه سپى هسې خوراک پسې،

پاتې چې شى اوږى، کوى سپى هسې غرار.

۱۶خو زۀ به ستا طاقت بيانوم،

زۀ به ستا مينه هر سحر په خوشحالۍ سره ستايم.

هم دا تۀ زما اوچته قلعه او پناه ګاه يې

او په تکليفونو کښې زما خلاصون يې.

۱۷تۀ زما زور او طاقت يې زۀ به ستا ثناء صِفت کوم،

تۀ په خپله زما پناه ګاه يې، پاکه خُدايه او کوې ما سره مينه.