يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو اول کِتاب - نهم باب

د خُدائ پاک حضرت سليمان ته بيا څرګندېدل

۱کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور، خپل محل او د هغه هر څۀ جوړول ختم کړل چې څۀ يې جوړول غوښتل، ۲نو مالِک خُدائ په دوېم ځل هغۀ ته راڅرګند شو، لکه څنګه چې هغه په جبعون کښې څرګند شوے وو. ۳مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى. ۴او کۀ تا په صداقت او د زړۀ د اخلاصه زما خِدمت کولو لکه چې ستا پلار داؤد کولو او تا زما قانون او هغه هر څۀ منل چې ما يې حُکم درکړے دے، ۵نو زۀ به خپله هغه وعده پوره کړم چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې ستا د اولاد نه به همېشه يو کس د بنى اِسرائيل په تخت ناست وى. ۶خو کۀ تا يا ستا اولاد زما تابعدارى پرېښوده، چې ما کوم قانون او حُکمونه درکړى دى، د هغې نافرمانى مو وکړه او د نورو خُدايانو عبادت مو وکړو، ۷نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى. ۸دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى. ۹نو خلق به وائى چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے وو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نور خُدايان راټينګ کړل او د هغوئ عبادت او خِدمت يې وکړو. نو دا ځکه مالِک خُدائ ورباندې دا تباهى راوستې ده.“

د حضرت سليمان د حيرام سره تړون

۱۰د سليمان د مالِک خُدائ په کور او خپل محل باندې شل کاله ولګېدل. ۱۱د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل. ۱۲حيرام بادشاه د هغه ښارونو ليدو له لاړو کوم چې سليمان ورکړى وُو، خو د هغۀ خوښ نۀ شول. ۱۳نو هغۀ سليمان ته ووئيل، ”زما وروره، دا څۀ رنګه ښارونه دى چې تا ما له راکړى دى؟“ نو په دې وجه تر اوسه پورې د هغه ځائ نوم کابول دے. ۱۴حيرام سليمان له د څلورو زرو کلو نه زيات سرۀ زر لېږلى وُو.

د حضرت سليمان نورې کارنامې

۱۵سليمان بادشاه په مزدورانو باندې د مالِک خُدائ کور، محل، په غرۀ باندې پټى او د يروشلم دېوال جوړ کړو. په هغوئ يې د حصور، مِجدو او جزر ښارونه هم بيا جوړ کړل. ۱۶د مِصر بادشاه فِرعون په جزر حمله کړې وه او دا يې قبضه کړے وو، د هغې اوسېدونکى يې ووژل او په ښار يې اور بل کړو. بيا هغۀ دا خپلې لور له د وادۀ په جهېز کښې په هغه وخت ورکړو چې سليمان ودوله، ۱۷سليمان د جزر ښار او لاندينے بيت‌حورون هم بيا جوړ کړو، ۱۸ورسره بعلات، د يهوداه په صحرا کښې تامار، ۱۹د ګودامونه والا ښارونه، د هغۀ د آسونو او جنګى ګاډو دپاره ښارونه او چې په يروشلم، لبنان او خپله ټوله بادشاهۍ کښې يې څۀ هم جوړول غوښتل نو هغه يې جوړ کړل. ۲۰‏-۲۱سليمان د کنعان خلقو د اولاد نه مزدوران جوړ کړل، کوم چې بنى اِسرائيلو د مُلک قبضه کولو په وخت نۀ وُو وژلى. په دې کښې اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وُو، چې د هغوئ اولاد تر اوسه پورې غلامان دى. ۲۲سليمان د بنى اِسرائيلو نه غلامان جوړ نۀ کړل، هغوئ د فوجيانو، مشرانو، فوجى آفسرانو، د ګاډو مشرانو او د آسونو والا په توګه خِدمت کولو. ۲۳په هغه مزدورانو باندې پينځۀ سوه او پنځوس آفسران مقرر کړے شوى وُو چې کومو مزدورانو د سليمان په منصوبو باندې کار کولو. ۲۴سليمان په غرۀ باندې پټى د هغې نه پس جوړ کړل چې د هغۀ ښځه د مِصر د بادشاه فِرعون لور، د داؤد د ښار نه هغه محل ته تلې وه چې د هغې دپاره يې جوړ کړے وو. ۲۵سليمان به په کال کښې درې ځل سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې په هغه قربان‌ګاه پېش کولې چې کومه يې مالِک خُدائ ته جوړه کړې وه. هغۀ مالِک خُدائ ته خوشبوئى هم سوزوله. او داسې هغۀ د مالِک خُدائ کور جوړول پوره کړل. ۲۶سليمان بادشاه په عصيون‌جابر کښې ډېر سمندرى جهازُونه هم جوړ کړل، عصيون‌جابر د ادوم په علاقه کښې د بحرِقُلزم په غاړه دے او ايلات ته نزدې دے. ۲۷حيرام بادشاه يو څو تکړه جهاز چلوونکى ورولېږل چې د سليمان د سړو مدد وکړى. ۲۸هغوئ د اوفير مُلک ته سفر وکړو او د هغه ځائ نه يې څوارلسو زرو کلو نه زيات سرۀ زر سليمان له راوړل.