يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - شپږم باب

د مشرانو اِمامانو نسب‌نامه

۱د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى. ۲د قُهات څلور زامن وُو: عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. ۳د عُمرام دوه زامن هارون او موسىٰ وُو او يوه يې لور مريم وه. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر. ۴د اِلى‌عزر اولاد نسل په نسل دا دے: فينحاس، ابيسوع، ۵بُقى، عُزى، ۶زرخياه، مرايوت، ۷امرياه، اخيطوب، ۸صدوق، اخيمعض، ۹عزرياه، يوحانان، ۱۰عزرياه چا چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې خِدمت کولو کوم چې سليمان بادشاه په يروشلم کښې جوړ کړے وو، ۱۱امرياه، اخيطوب، ۱۲صدوق، سلوم، ۱۳خِلقياه، عزرياه، ۱۴شراياه او يهوصدق. ۱۵نبوکدنضر بادشاه يهوصدق سره د يهوداه او يروشلم هغه خلقو وويستلو کوم چې مالِک خُدائ پردى مُلک ته جلاوطن کړى وُو.

د ليوى نور اولاد

۱۶د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى. ۱۷په هغوئ کښې د هر يو هم زامن وُو. جيرسون د لِبنى او سِمعى پلار وو، ۱۸قُهات د عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل پلار وو، ۱۹او مرارى د محلى او موشى پلار وو. دا د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو قبيلې دى. ۲۰دا نسل په نسل د جيرسون اولاد دے: لِبنى، يحت، زِمه، ۲۱يوآخ، عدو، زارح او يترى. ۲۲دا نسل په نسل د قُهات اولاد دے: عمى‌نداب، قورح، اسير، ۲۳القنه، ابى‌آسف، اسير، ۲۴تحت، اورى‌اېل، عُزياه او ساؤل. ۲۵د القنه دوه زامن عماسى او اخيموت وُو. ۲۶دا نسل په نسل د اخيموت اولاد دے: القنه، ضوفى، نحت، ۲۷اِلياب، يروحام او القنه. ۲۸د سموئيل دوه زامن وُو: يوايل مشر وو او ابياه کشر وو. ۲۹دا نسل په نسل د مرارى اولاد دے: محلى، لِبنى، سِمعى، عُزه، ۳۰سِمعا، حجياه او عساياه.

د مالِک خُدائ د کور سندرغاړى

۳۱دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو. ۳۲هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په وړاندې د موسيقۍ سره عبادت کولو، دا د سليمان د مالِک خُدائ کور د جوړولو نه مخکښې وخت وو. هغوئ دا کارونه د اصُولو په مطابق کول. ۳۳چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسب‌نامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل، ۳۴القنه، يروحام، اِلى‌ايل، توح، ۳۵صُوف، القنه، محت، عماسى، ۳۶القنه، يوايل، عزرياه، صفنياه، ۳۷تحت، اسير، ابى‌آسف، قورح، ۳۸اِضهار، قُهات، ليوى او يعقوب. ۳۹آسف د دوېمو موسيقارانو مشر وو. د ليوى نه پس د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: آسف، برکياه، سِمعا، ۴۰ميکائيل، بعسياه، مُلکياه، ۴۱اِتنى، زارح، عداياه، ۴۲ايتان، زِمه، سِمعى، ۴۳يحت، جيرسون او ليوى. ۴۴د مرارى قبيلې ايتان د درېمې سندرې مشر وو. شا ته ليوى ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: قيسى، عبدى، ملوک، ۴۵حسبياه، امصياه، خِلقياه، ۴۶امصى، بانى، سمر، ۴۷محلى، موشى، مرارى او ليوى. ۴۸نورو ليويانو ته د مالِک خُدائ په کور کښې باقى ټول خِدمت حواله شوے وو.

د هارون اولاد

۴۹خو هارون او د هغۀ اولاد د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې او هغه قربانۍ يې پېش کولې چې په قربان‌ګاه باندې سوزولے شوې. هغوئ په زيات مقدس ځائ کښې د ټول عبادت او د بنى اِسرائيلو د کفارې ادا کولو ذمه وار وُو. هغوئ دا هر څۀ د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ ورته ښودلى وُو. ۵۰دا د هارون اولاد دے: اِلى‌عزر، فينحاس، ابيسوع، ۵۱بُقى، عُزى، زرخياه، ۵۲مرايوت، امرياه، اخيطوب، ۵۳صدوق او اخيمعض.

د ليويانو د اوسېدو ځايونه

۵۴دا هغه ښارونه دى چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو چې هغه د قُهات قبيله ده. هغوئ ته به د هغې زمکې وړومبۍ برخه مِلاوېده کومه چې ليويانو ته حواله شوې وه. ۵۵په دې کښې د يهوداه په علاقه کښې حبرون او د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکې شاملې وې، ۵۶اګر چې د هغه ښار پټى او کلى د يفُنه زوئ کالب په حواله وُو. ۵۷‏-۵۹د پناه دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو: حبرون، لِبناه، يتير، استموع، حَولون، دبير، عسن او بيت‌شمس. ۶۰د بنيامين په علاقه کښې هغوئ ته دا ښارونه سره د څرن د زمکې حواله شوى وُو: جبعه، علمت او عنتوت. دا ټول ديارلس ښارونه وُو چې د هغوئ مکمل خاندان په کښې اوسېدل. ۶۱نمرپريواتۀ طرف ته د منسى په علاقه کښې لس ښارونه د پچې په ذريعه د قُهات پاتې قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو. ۶۲د جيرسون قبيلې ته کورَنو په مطابق ديارلس ښارونه د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته په بسن کښې د منسى په علاقو کښې حواله شوى وُو. ۶۳هم دغه شان، د روبين، جاد او زبولون په علاقو کښې دولس ښارونه د مرارى قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو. ۶۴نو داسې بنى اِسرائيلو ليويانو ته د اوسېدو دپاره ښارونه حواله کړل، سره د څرن د زمکې چې د دې ښارونو نه ګېرچاپېره وې. ۶۵د يهوداه، شمعون او بنيامين په علاقه کښې هغه ښارونه هم د پچې په ذريعه حواله شوى وُو. د هغه ښارونو ذِکر وړاندې شوے دے. ۶۶د قُهات قبيلې څۀ کورَنو ته د اِفرائيم په علاقه کښې ښارونه او د څرن زمکې حواله شوې وې: ۶۷شِکم چې د اِفرائيم په غرونو کښې د پناه ښار دے او ورسره جزر، ۶۸يُقمام، بيت‌حورون، ۶۹ايالون او جات رِمون. ۷۰د قُهات پاتې اولاد ته د منسى د نيمې قبيلې د علاقې نه د عانير او بلعام ښارونه سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکې حواله شوى وُو. ۷۱د جيرسون قبيلې کورَنو ته دا ښارونه، سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د نمرخاتۀ منسى په علاقه کښې: په بسن کښې جولان، او عستارات. ۷۲د يساکار په علاقه کښې: قادِس، دبرت، ۷۳رامات او عانيم چې د څرن زمکې ورسره وې. ۷۴د آشر په علاقه کښې: مسل، عبدون، ۷۵حُقوق او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې. ۷۶د نفتالى په علاقه کښې: په ګليل کښې قادِس، حمون او قِريَتائم چې د څرن زمکې ورسره وې. ۷۷د مرارى قبيلې باقى پاتې کورَنو ته دا ښارونه سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د زبولون په علاقه کښې: رِمون او تبور. ۷۸د اُردن سيند نه پورې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته، د روبين په علاقه کښې: په اوچته زمکه باندې بصر، يهض، ۷۹قديمات او مفعت چې د څرن زمکې ورسره وې. ۸۰د جاد په علاقه کښې: په جِلعاد کښې رامات، محنايم، ۸۱حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې.