يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتۀ نوييم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ،

ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى،

د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.

۲مالِک خُدائ خپل خلاصون خلقو ته ښودلے دے،

او خپل صداقت يې په قومونو څرګند کړے دے.

۳هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله،

زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.

۴اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ،

د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،

۵مالِک خُدائ ته د رباب ساز وغږوئ،

او د رباب د ساز سره ورته سرودونه ووايئ،

۶د بيګل او د ګډورى د ښکر په آوازونو،

زمونږ د بادشاه مالِک خُدائ په حضور کښې د خوشحالۍ نعرې ووهئ،

۷سمندر او هر څۀ چې په کښې دى ټول دې چغې او نعرې ووهى،

ټوله دُنيا او هر څۀ چې په کښې اوسيږى،

۸سيندونه دې لاسونه وپړقوى،

ټول غرونه دې يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووائى،

۹ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى،

ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى،

هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى،

او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.