يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - شپږ دېرشم باب

د حضرت عِيسو اولاد

۱دا د عِيسو اولاد دے، چې د ادوم په نوم هم يادېدو. ۲عِيسو دا کنعانۍ جينکۍ وادۀ کړې، د حِتى ايلون لور عده، د صبعون حِوى د عنه د زوئ لور، اُهليبامه، ۳او د اِسمٰعيل لور د نبايوت خور، باسمت. ۴د عده نه اليفز پېدا شو، د باسمت نه رعواېل پېدا شو، ۵او اُهليبامه نه يعوس، يعلام او قورح پېدا شول، د عِيسو دا ټول زامن د کنعان په مُلک کښې پېدا شوى وُو. ۶بيا عِيسو د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لوڼو او د خپل کور ټولو خلقو سره او خپلو ټولو څاروو او د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو او د خپل ورور يعقوب نه بل مُلک ته لاړو. ۷هغه ځکه لاړو چې په کوم ځائ کښې هغه او يعقوب اوسېدل هلته يې ګزاره نۀ کېدله، د هغوئ څاروى ډېر زيات وُو او نور دوئ په يو ځائ اوسېدلے نۀ شول. ۸نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو. ۹دا د ادوميانو د پلار نيکۀ، د عِيسو اولاد دے. ۱۰‏-۱۳د عِيسو د ښځې عده نه يو زوئ، اليفز پېدا شو. او د اليفز اولاد دا وو، تيمان، اومر، صفو، جعتام او قنز. او د وينځې، تمنع نه د هغۀ يو بل زوئ عماليق وو. د عِيسو د ښځې باسمت نه د هغۀ يو زوئ رعواېل پېدا شو او د رعواېل دا څلور زامن وُو، نحت، زارح، سمه او مِزه. ۱۴د عنه لور د صبعون نمسۍ چې د عِيسو ښځه وه د هغې نوم اُهليبامه وو، د هغې د عِيسو نه دا درې زامن پېدا شول، يعوس، يعلام او قورح. ۱۵دا د عِيسو اولاد نه جوړې شوې قبيلې دى. د عِيسو مشر زوئ اليفز د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، تيمان، اومر، صفو، قنز، ۱۶قورح، جعتام او عماليق. دا ټول د عِيسو د ښځې عده اولاد دے. ۱۷د عِيسو زوئ رعواېل د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، نحت، زارح، سمه او مِزه. دا ټول د عِيسو د ښځې باسمت اولاد وو. ۱۸دا قبيلې د عِيسو د ښځې اُهليبامه اولاد دے چې هغه د عنه لور وه، يعوس، يعلام او قورح. ۱۹دا ټولې قبيلې د عِيسو په اولاد کښې راځى.

د سعير اولاد

۲۰‏-۲۱د ادوم د مُلک اصلى اوسېدونکى په قبيلو کښې تقسيم وُو چې د دوئ نسب‌نامه د حورى، سعير دې اولاد ته ځى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان. ۲۲لوطان د حورى او هيمام قومونو پلار نيکۀ وو. د لوطان د خور تمنع نوم وو. ۲۳سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او د اونام قومونو پلار نيکۀ وو. ۲۴د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. دا هغه عنه دے چې کله هغۀ د خپل پلار خرۀ څرول نو په صحرا کښې يې ګرمې چينې وموندلې. ۲۵‏-۲۶عنه د ديسون پلار وو، هغه د حمدان، اشبان، يتران او کِران قومونو پلار نيکۀ وو. د عنه يوه لور وه چې د هغې نوم هم اُهليبامه وو. ۲۷ايصر د بِلهان، زعوان او عقان قومونو پلار نيکۀ وو. ۲۸ديسان د عُوض او اران قومونو پلار نيکۀ وو. ۲۹‏-۳۰دا د ادوم په مُلک کښې حورى قبيلې دى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان.

د ادوم بادشاهان

۳۱‏-۳۹د دې نه مخکښې په بنى اِسرائيلو هيچا هم بادشاهى نۀ وه کړې او دې بادشاهانو د ادوم په مُلک بادشاهى وکړه، د دِنهابا نه د بعور زوئ بالع، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې نه حشيم او د عويت نه د بدد زوئ هدد، هدد د موآب په مُلک کښې په يو جنګ کښې ميديانو ته شکست ورکړے وو، د مسرقه نه شمله، د سيند د غاړې رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطب‌اېل، د مطرِد لور او ميضاهاب نمسۍ وه. ۴۰‏-۴۳عِيسو د دې ادومى قبيلو پلار نيکۀ وو، تمنع، علوه، يتيت، اُهليبامه، ايله، فينون، قنز، تيمان، مِبصار، مجدِاېل او عِرام. يوه علاقه به د هم هغه قبيلې په نوم مشهوره وه چې چرته به هغه قبيله اوسېده.