يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - پينځلسم زبور

د عبادت اصُول. د حضرت داؤد يو زبور

د خُدائ پاک اراده او رضا

۱څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟

ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟

۲هغه څوک چې وى بې‌عېبه او ښۀ کارونه کوى،

او د زړۀ د اخلاص نه رښتيا خبرې کوى.

۳څوک چې نۀ کړى غېبتونه او په ګاونډى نۀ کوئ ظلمونه

او نۀ په خپلو دوستانو باندې بد وائى،

۴چې منکرانو ته سپک ګورى

او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى،

کۀ هر څومره ورته سخته وى

خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،

۵د قرض په بدل کښې چې څوک نۀ وى سود خواران

او څوک چې د بې‌ګناه خلاف رشوت نۀ قبلوى.

نو داسې چې څوک کوى هغه به قائم وى مدام.