يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - شپږ دېرشم باب

۱بضلى‌اېل، اهلياب او نورو ټولو ماهِرو کسانو له مالِک خُدائ مهارت او پوهه ورکړې ده چې هغوئ هغه هر څۀ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق جوړ کړى چې په مقدسه خېمه کښې يې ضرورت وى.“

د خلقو ډېرې زياتې نذرانې راوړل

۲بيا موسىٰ بضلى‌اېل، اهلياب او نور ټول ماهِر کسان راوغوښتل چا له چې مالِک خُدائ قابليت ورکړے وو او چې د هغوئ زړۀ غوښتل چې کار وکړى او موسىٰ ورته وفرمائيل چې کار شروع کړئ. ۳هغوئ د موسىٰ نه هغه ټولې نذرانې اخستلې کومې چې بنى اِسرائيلو د مقدسې خېمې جوړولو دپاره راوړې وې. خو بنى اِسرائيلو به هر سحر خپلې نذرانې موسىٰ له راوړلې. ۴نو هغه ماهِر کسان د خپل کار نه لاړل. ۵او موسىٰ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ چې د کوم کار کولو حُکم کړے دے خلق د هغه ضرورت نه زياتې نذرانې راوړى.“ ۶نو موسىٰ اِعلان وکړو چې دا پېغام دې ټولو خېمو ته ورسولے شى چې نور به هيڅ څوک د مقدسې خېمې دپاره هيڅ هم نۀ راوړى، نو خلق د نورو نذرانو راوړلو نه منع کړے شول. ۷کوم سامان چې د مخکښې نه راوړلے شوے وو هغه د ټول کار ختمولو نه ډېر زيات وو.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې جوړېدل

۸د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو. ۹ټولې پړدې په يو ناپ وې، هره يوه څوارلس ګزه اوږده او دوه ګزه پلنه وه. ۱۰هغوئ پينځۀ پړدې يو ځائ وګنډلې او هغه نورې پينځۀ يې هم يو ځائ وګنډلې. ۱۱هغوئ په هره جوړه کښې د پړدې په بهرنۍ غاړه د آسمانى رنګ د کپړې کَړۍ جوړې کړې. ۱۲هغوئ د وړومبۍ جوړې په وړومبۍ پړده پنځوس کَړۍ او پنځوس کَړۍ د دوېمې جوړې په آخرى پړده جوړې کړې چې دا کَړۍ يو بل ته مخامخ وې. ۱۳پنځوس د سرو زرو کُنډې يې جوړې کړې او هغه پړدې يې د يوې بلې سره مِلاو کړې نو داسې ټوله مقدسه خېمه يو ځائ شوه. ۱۴بيا هغوئ د چېلو د وړۍ نه جوړې شوې يوولس پړدې واخستلې او د خېمې پټولو دپاره يې يوه پړده ترې نه جوړه کړه. ۱۵هغوئ دا ټولې په يو ناپ جوړې کړې چې پينځلس ګزه اوږدې او دوه ګزه پلنې وې. ۱۶هغوئ پينځۀ پړدې يو ځائ وګنډلې او هغه نورې شپږ يې هم يو ځائ وګنډلې. ۱۷د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه يې پنځوس کَړۍ جوړې کړې او د هغه بلې جوړې په غاړه يې هم پنځوس کَړۍ جوړې کړې. ۱۸هغوئ د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړې او هغه يې په کړو کښې واچولې چې هغه دوه جوړې يې سره مِلاو کړې نو داسې خېمه وتړلے شوه. ۱۹هغوئ دوه نورې پړدې هم جوړې کړې، يوه پړده يې د ګډو د څرمنې نه چې سور رنګ ورکړے شوے وو او بله يې د ښې څرمنې نه جوړه کړه، چې د پاس نه پرې خېمه پټه کړے شى. ۲۰هغوئ د خېمې د ودرولو دپاره د کيکر د لرګى چوکاټونه جوړ کړل. ۲۱هر يو چوکاټ پينځلس فټه اوږد وو او اوويشت اِنچې پلن وو، ۲۲سره د دوه يو شان تختو، چې دا چوکاټونه په خپلو کښې ونښلوى. د ټولو چوکاټونو دا تختې وې. ۲۳هغوئ د خېمې جنوبى طرف دپاره شل چوکاټونه جوړ کړل ۲۴او څلوېښت د سپينو زرو پښې چې ورلاندې شى، د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه پښې چې هغه دوه وړاندينۍ حِصې يې نيولې وې. ۲۵هغوئ د خېمې شمالى طرف دپاره هم شل چوکاټونه جوړ کړل ۲۶او څلوېښت د سپينو زرو پښې، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وې. ۲۷د نمرپرېواتۀ په طرف خېمې شا ته هغوئ شپږ چوکاټونه جوړ کړل ۲۸او دوه چوکاټونه يې د خېمې د ګوټونو دپاره هم جوړ کړل. ۲۹د ګوټونو دا چوکاټونه په بېخ کښې مِلاو وُو او د لاندې نه واخله تر سر پورې خپلو کښې انښتى وُو. دا دوه چوکاټونه هم د ګوټونو د دوه چوکاټونو په شان جوړ شوى وُو. ۳۰نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې وې، چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وې. ۳۱هغوئ د کيکر د لرګى نه پينځلس لاړى جوړ کړل، پينځۀ د خېمې د هغو چوکاټونو دپاره چې په يو طرف باندې وُو، ۳۲پينځۀ د هغو چوکاټونو دپاره چې په بل طرف باندې وُو او پينځۀ د هغه چوکاټونو دپاره چې نمرخاتۀ په طرف شا ته په آخر سر کښې وُو. ۳۳تير د يو سر نه تر بل سره پورې پوره رسېدلے وو. ۳۴هغوئ په چوکاټونو د سرو زرو پترى خېژولى وُو او د سرو زرو کَړۍ يې ورله جوړې کړې وې چې لاړى ونيسى، په لاړو باندې هم د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. ۳۵هغوئ د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او په دې باندې يې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے وو. ۳۶هغوئ د کيکر د لرګى نه څلور ستنې جوړې کړې چې پړده په کښې په کُنډو کښې راځوړنده شى، په دې ستنو باندې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. بيا هغوئ څلور د سپينو زرو پښې ورله جوړې کړې چې ستنې ونيسى. ۳۷هغوئ د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وه. ۳۸د دې پړدې دپاره هغوئ پينځۀ ستنې جوړې کړې چې کُنډې په کښې لګېدلې وې، د دې په سرونو او سيخونو د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو او د دې ستنو دپاره يې پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړې.