يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او يو زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د بادشاه وعدې

۱زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم،

او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم.

۲زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم،

خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟

او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.

۳کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم.

د بې‌ايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم،

او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم.

۴او د چا چې وى زړونه کاږۀ ما نه به لرې وى،

او زۀ به د بدۍ سره هيڅ کار نۀ ساتم.

۵څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه،

زۀ به هغه چپ کوم.

د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى،

هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.

۶زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى،

چې هغوئ ما سره اوسيږى.

د چا کردار چې بې‌داغه وى

نو هغوئ به زما خِدمت کوى.

۷زما په کور کښې به دوکه مار ته د اوسېدو اجازت نۀ وى،

او دروغژن به زما په حضور کښې ودرېدلے نۀ شى.

۸هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم،

زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم.