يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او څليريشتم زبور

د حضرت داؤد يروشلم ته د بره ختلو يو سرود

۱کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے،

نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى

۲کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے،

کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه،

۳کله چې هغوئ زمونږ خلاف سخت په قهر وُو،

نو دوئ به مونږ ژوندى تير کړى وُو.

۴نو سېلاب به مونږ راګېر کړى وُو،

او خوړ به مونږ جارُو کړى وُو.

۵او غضبناکو اوبو به مونږ لاندې کړى وُو.

۶مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى،

څوک چې به مونږ د هغوئ د غاښونو شلولو ته ورنۀ کړى.

۷مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو،

او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.

۸زمونږ مدد د مالِک خُدائ په نوم کښې دے،

چې د آسمان او زمکې جوړونکے دے.