يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - شپږويشتم باب

د خُدائ پاک خپلو خلقو له فتح ورکول

۱په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى. ۲د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے. ۳د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى. ۴په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے. ۵څوک چې مغروره وُو نو هغۀ عاجزان کړى دى، او هغۀ اوچت ښارونه راګزار کړى دى او خاورو سره يې خاورې کړى دى. ۶او دوئ به د غريبانانو او مظلومانو د پښو لاندې راشى او چخڼى به شى.“ ۷اے مالِکه خُدايه، د صادقانو لار هواره ده، نو د صادقانو دپاره چې کومه لار تۀ جوړوې نو هغه نېغه ده. ۸اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو. ۹ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے. ۱۰کۀ په بدعمله باندې رحم وشى نو هغه د اِنصاف په مطلب ځان نۀ پوهوى، بلکې په کوم مُلک کښې چې اِنصاف کيږى هلته هم هغوئ بدعملى کوى، هغوئ د مالِک خُدائ لوئى نۀ منى. ۱۱اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې. ۱۲اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى. ۱۳اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو. ۱۴خو اوس هغوئ مړۀ شوى دى او بيا به نۀ راژوندى کيږى، د هغوئ روحونه به واپس نۀ راځى، ځکه چې تا دوئ له سزا ورکړې ده او تباه کړى دې دى. او د هغوئ نوم او نشان دې ختم کړے دے. ۱۵اے مالِکه خُدايه، تا خپل قوم له ترقى ورکړې ده، تا خپل قوم لوئ کړے دے او خپله لوئى دې څرګنده کړې ده. ستا د وجې د هغوئ علاقه په هر طرف باندې خوره شوې ده. ۱۶اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه. ۱۷اے مالِکه خُدايه، تا مونږ داسې ژړولى يُو، لکه چې يوه ښځه د بچى د پېدا کېدو د درد په وجه ژاړى. ۱۸مونږ په خوږ او درد مبتلا يُو، خو زمونږ د تکليف نه هيڅ هم پېدا نۀ شول. نۀ مونږ زمکې ته خلاصون ورکړے دے، او نۀ مو دُنيا ته ژوندون راوړے دے. ۱۹خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.

عدالت او بحال کېدل

۲۰زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى. ۲۱وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.