يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - اتۀويشتم باب

د اِمامانو خاص لِباس

۱خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. ۲د خپل ورور هارون دپاره د اِمامانو جامې جوړې کړه، چې هغۀ ته عزت او ښائست مِلاو شى. ۳ټول ماهِر خلق راوغواړه کومو له چې ما مهارت ورکړے دے او هغوئ ته ووايه چې د هارون جامې جوړې کړى، نو چې هغه د يو اِمام په توګه زما خِدمت ته وقف شى. ۴هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. ۵هغه ماهِر خلق به د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه کار اخلى. ۶هغوئ به پېش بند د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه جوړوى، چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى. ۷دواړو طرفونو ته دې ورباندې د اوږې پټۍ لګېدلې وى، چې د دې په ذريعه تړلے شى. ۸يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى. ۹دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه، ۱۰د هغوئ د پېدايښت په مطابق چې شپږ نومونه په يو کاڼى او شپږ په بل کاڼى باندې وى. ۱۱په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه. ۱۲دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګوه چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى. نو داسې هارون به د هغوئ نومونه ګرځوى، نو زۀ، مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم. ۱۳د سرو زرو دوه نور څيزونه جوړ کړه چې دا کاڼى په کښې ګېرولے شى ۱۴او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.

د مشر اِمام د سينې جېب

۱۵د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى. دا به هم د هغه کتان نه جوړ وى د کوم نه چې پېش بند جوړ دے او هم هغه شان ګُلکارى به ورباندې شوې وى. ۱۶دا به څلور‌ګوټه او دوه غبرګه وى، نهۀ اِنچۍ به اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وى. ۱۷په هغه څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګوه، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او يو لعل ولګوه، ۱۸په دوېم قطار کښې يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره ولګوه، ۱۹په درېم قطار کښې يو کائنائټ، يو عقيق او يو کټېله ولګوه، ۲۰او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر ولګوه. دا به په سرو زرو کښې ګېر شوى وى. ۲۱په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى. ۲۲د سينې جېب دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه، چې د تارونو په شان تاو شوى وى. ۲۳د سرو زرو دوه کَړۍ جوړې کړه او د سينې د جېب په برنو ګوټونو پورې يې ونښلوه، ۲۴او د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په هغه کړو پورې وتړه. ۲۵د زنځيرونو دوه سرونه په هغه دوه څيزونو پورې وتړه چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى دى او دا د پېش بند د اوږې په پټو باندې مخکښې طرف ته ونښلوه. ۲۶بيا دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړه او دا د سينې د جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند څنګ پورې ونښلوه. ۲۷دوه د سرو زرو نورې کَړۍ هم جوړې کړه او دا په لاندينۍ حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلوه چې ګنډ ته نزدې وى او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وى. ۲۸د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړه، نو چې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او ترې نه لرې نۀ شى. ۲۹نو چې کله هارون مقدس ځائ ته ورننوځى، هغه به د سينې جېب د ځان سره وړى چې په کوم باندې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى دى، نو زۀ مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم. ۳۰د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى. په داسې وختونو کښې به هغه خامخا د سينې جېب اغوندى، چې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ رضا معلوموى.

د اِمامانو نور لِباس

۳۱چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه به ټوله د آسمانى رنګ د وړۍ نه جوړولے شى. ۳۲په هغې کښې به د سر دپاره يو سورے وى، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوى وى چې ونۀ شليږى. ۳۳‏-۳۴د دې په لاندې پېنڅه باندې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړه او د هر انار په مينځ کښې دې د سرو زرو ټلۍ وى. ۳۵چې کله هارون د اِمام په توګه خِدمت کوى نو هغه به دا چُوغه اغوندى. چې کله هغه زما په حضور کښې مقدس ځائ ته ننوځى يا ترې نه وځى، نو د ټلو آواز به اورېدلے شى او هغه به نۀ مړ کيږى. ۳۶د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“ ۳۷دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړه. ۳۸هارون به دا په خپل تندى باندې وتړى، نو زۀ مالِک خُدائ به هغه نذرانې قبلوم چې بنى اِسرائيل يې ما ته وقف کوى، کۀ خلق د دې په پېش کولو کښې څۀ غلطى هم کوى. ۳۹د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى. ۴۰د هارون د زامنو دپاره قميصونه، کمربند او ټوپۍ جوړې کړه، چې هغوئ ته عزت او ښائست مِلاو شى. ۴۱دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. ۴۲هغوئ له د کتان نه جانګى جوړ کړه، چې د ملا نه د پنډو پورې رسيږى، نو چې د هغوئ د سَتر ځايونه بربنډ نۀ شى. ۴۳هارون او د هغۀ زامن به خامخا همېشه دپاره دا اغوندى چې کله هغوئ زما په حضور کښې خېمې ته ننوځى يا چې په مقدس ځائ کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى او قربان‌ګاه ته ورنزدې کيږى، ګنې د سَتر ځايونو بربنډولو په وجه به ګناهګار شى او وبه وژلے شى. د هارون او د هغۀ د اولاد دپاره به دا حُکم د همېشه دپاره وى.