يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اووۀ دېرشم زبور

۱نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل،

هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.

۲هلته په چنارونو کښې مونږ خپل ربابُونه راوېزاند کړى وُو،

۳ځکه چې هلته زمونږ قابضينو په مونږ سندرې وئيلى،

او مونږ ته تکليف رسوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ د سندرو خواهش کولو،

دوئ مونږ ته وئيل چې، ”مونږ ته د صيون د سندرو نه يوه ووايئ.“

۴نو مونږ د مالِک خُدائ سندرې څنګه ووايو

هرکله چې مونږ په پردى مُلک کښې يُو؟

۵کۀ چرې زۀ تا هېر کړمه يروشلم،

نو زما ښى لاس نه دې خپل هُنر هېر شى.

۶زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى،

کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې،

او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم.

۷اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو،

په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو.

هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ،

او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“

۸اے د بابل خلقو، تباه شئ،

هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى،

کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.

۹هغه به خوشحاله وى څوک چې ستا ماشومان ګرفتاروى،

او د ګټانو سره ورله ډغرې ورکوى.