يوسفزی

زبور شريف

پوهه او شاعرى

YZ icon - Wisdom & Poetry
واورئ
Pause
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • نو هغه بختور دے او بختور به وى

    څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،

    په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،

    د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.

  • قومونه ولې په قهر شول

    او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟

    د دُنيا بادشاهان راپورته شول

    او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف

    او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.

  • اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما،

    څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما.

    ډېر زما په حقله داسې وائى،

    ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“

  • نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم،

    تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم.

    زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.

  • اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه،

    زما اسويلو ته توجو وکړه.

    زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره،

    زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.

  • اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې

    ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.

    رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه،

    شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.

  • اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې،

    د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى،

  • اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،

    ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے،

    پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.

  • زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

    زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.

  • اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟

    په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟

  • زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم.

    تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،

  • اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه،

    په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان،

    ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.

  • اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟

    تر ابده پورې

    تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟

  • ”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان،

    دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.

  • څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟

    ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟

  • اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان،

    پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.

    ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې،

    زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“

  • اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره،

    زما د مدد کولو فريادونه واوره.

    زما دُعا ته ورکړه پاملرنه،

    په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.

  • اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.

    مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما،

    زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے.

  • آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى،

    خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.

  • په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى،

    د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.

  • مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى.

    ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.

  • اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟

    تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟

  • مالِک خُدائ دے شپون زما،

    نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.

  • دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى،

    دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.

  • زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،

    اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا.

    ما شرمنده کېدو نه بچ کړه،

    مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.

  • اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ،

    ځکه چې ما تل نېکى کړې ده،

    ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.

  • مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا

    نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟

    او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه

    نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟

  • زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه،

    خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه.

    کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه،

    زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.

  • اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

    د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.

  • اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم،

    زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.

  • اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم،

    ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم.

    په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.

  • نو څومره بختور هغه کس دے

    د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى

    او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.

  • اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ،

    دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.

  • هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

    زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم.

    په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى،

    بې‌وسه خلق دې خوشحالى کوى.

  • اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى،

    هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.

  • د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى.

    هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.

  • د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه،

    او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.

    ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان،

    او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.

  • اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه

    تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.

  • ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم

    نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم،

    ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى

    زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“

  • په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو،

    او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.

    هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم،

    او د لمدو خټو نه يې راوويستم.

  • په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې.

    منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى

  • هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى،

    هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.

  • اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.

    اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه،

    تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.

  • د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے.

    د هغۀ مينه ابدى ده.