يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - اتلسم باب

د خُدائ پاک ايتهوپيا له سزا ورکول

۱په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى. ۲د هغه مُلک نه د نيل درياب ته سفيران په داسې کشتو کښې ځى چې د لوخو نه جوړې وى. اے تېزو پېغام وړونکو، ځئ. هغه لوړو لوړو او د هوارې څرمنې خلقو له پېغام يوسئ د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى، هغه مضبوط او جنګيالى قوم له پېغام يوسئ، د چا مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم دے. ۳څوک چې په زمکه اوسيږى نو هغوئ ټول دا واورئ. هغه نښې ته وګورئ چې د غرونو په سرونو به ښکاره شى. او چې بيګل غږيږى نو غوږ ورته ونيسئ. ۴مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به خپل د استوګنې ځائ نه په خاموشۍ سره ګورمه. خو زما دا خاموشى به داسې وى لکه د تکڼې غرمې د شُغلې په شان يا د لَو په وخت د سحر د پرخې په شان.“ ۵د انګورو راټولولو نه مخکښې، کله چې دا ټول ګلونه وغورزوى او انګور په پخېدو وى، نو مالِک خُدائ به حبشيان داسې په آسانۍ سره تباه کړى لکه چې د بوټو قينچيانې د انګورو د بوټى نه څانګې پرې کوى. ۶د هغوئ د فوجيانو لاشونه به مارغانو او ځنګلى ځناورو ته پراتۀ وى. په اوړى کښې به هغوئ د مارغانو خوراک وى او په ژمى کښې به د ځناورو خوراک وى. ۷يو وخت به هغه مضبوط او جنګيالى قومونه چې اوچت او هوارې څرمنې دى، د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى مالِک خُدائ ربُ الافواج ته به د هغه مُلک نه نذرانې راوړى، کوم مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم شوے دے. هغوئ به د صيون ښار ته راشى، چرته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج استوګنه کوى.