يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - پينځۀ شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د فصل راټولو شُکر ګزارى

۱په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې.

منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى

۲تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې،

ټول خلق به تا ته راشى.

۳کله چې مونږ د خپلو ګناهونو لاندې راګېر شولو،

نو زمونږ ټول ګناهونه دې معاف کړل.

۴بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى،

چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى.

مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.

۵تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه

چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى،

اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه.

د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې،

او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې.

۶تا چې غرونه په خپل زور ودرولې دى،

خپل ځان دې په طاقت سمبال کړے دے.

۷ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى،

او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى.

۸ستا د عجيبه کارونو نه دا دُنيا د يو سره تر بله ټوله يريږى،

د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې تۀ د خلقو د خوشحالۍ د آوازونو سبب کېږې.

۹تۀ د زمکې خيال ساتې اوبۀ ورکوې او ښۀ يې زرخيزه کوې،

د خُدائ پاک سيندونه د اوبو نه ډک شُو.

نو خلقو ته د غلې دانې بندوبست وشو.

نو دغه شان دې په زمکه انتظام وکړو.

۱۰قُلبه شوې پټى په باران سيرابه کوې،

لوړې ژورې او لوټې يې هواروې.

په باران سره يې نرموې،

او فصلونو ته يې برکت ورکوې.

۱۱تا کال ته په آبادۍ سره برکت ورکړو،

تر دې چې ګاډۍ او کوڅې دې دانو نه انبار کړې.

۱۲د صحراګانو د څرند ځايونه دې سرسبزه کړل،

او د غرونو لمنو ته دې د خوشحالۍ جامې واغوستې.

۱۳د څرند ځايونه د رمو نه ډک شو،

او ټول پټى د دانو نه ډک شو.

هر څيز نعرې وهى او د خوشحالۍ سندرې وائى.